د پاکستان حکومت غواړي په واشنګټن کې د خپل سیاسي نفوذ زیاتولو لپاره د سیاسي تبلیغ نوې ډلې امریکا ته واستوي.
دوو لوړ رتبه پاکستاني چارواکو پرون سې شنبې رویټرزخبري اژانس ته وویل چې حکومت يې په سیمه کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو له امله، غواړي په واشنګټن کې خپل حضور پیاوړی کړي.
د واشنګټن او اسلام اباد روابط په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې تر حملې وروسته چې د طالبانو یو مشر ملا اختر محمد منصور په کې و وژل شو، نازک شوي دي.
اسلام اباد وویل، د امریکا دا کار د دوی پر خاوره تېری دی.
خو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې دا تریخوالی د امریکا د کانګرس وروستۍ پرېکړې لا جوت کړ چې پر پاکستان یې د اف شپاړس جنګي الوتکو وړاندیز رد کړ.
د امریکا کانګرس ونه منله چې د ۶۹۹ میلیون ډالرو په ارزښت دا معامله د پاکستان له حکومت سره وشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې تمیول کړي.
یوه لوړ رتبه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې هېواد یې پخوا هم په واشنګټن کې ځان ته د تبلیغ ډلې درلودې او دوی غواړي چې خپل موقعیت ښه کړي.
د دې سرچینې په حواله، پاکستان د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ میلادي کال ترمنځ چې پرویز مشرف په واک کې و، په واشنګټن کې د داسې د تبلیغي، سیاسي ډلو فعالیت بند کړ، خو د اسلام اباد حکومت داسې انګېرلې چې داسې ډلو بیا اړتیا لري.
د پاکستان د صدراعظم د مطبوعاتي دفتر یوې سرچینې هم رویټرز اژانس ته ویلي چې دا پرېکړه شوې او هدف يې په واشنګټن کې د پاکستان د ګټو لپاره بازاریابي او هلته د پاکستان په اړه د مثبت نظر پیدا کول دي.
دې چارواکي ویلي:
"موږ د سر او مال په بیه د تروریزم پر ضد جنګېږو خو بیا هم راته ویل کېږي چې هڅې زیاتې کړو، دا زموږ په اړیکو کې خلا څرګندوي."
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼه وايي، په بهرنیو چارو کې د دې هېواد د صدراعظم سلا کار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د سنا غونډې ته څرګنده کړه چې د هغو ګرپونو یو لست یې برابر کړی چې په واشنګټن کې به یې د خپل حکومت د سیاسي موقف د ښه کولو لپاره په کار وګوماري.
د پاکستان حکومت وايي چې افغانستان ته نږدې په غرنیو سیمو کې د وسله والو افراطي ډلو پر ضد د مبارزې لپاره جنګی اف شپاړس الوتکو ته اړتیا لري ځکه یو شمېر الوتکې به یې په نږدې وخت کې زړې او له کاره ولوېږي.
پاکستان د امریکا د کانګرس له لوري د دې موافقې تر ردېدو وروسته، له اردنه د دې الوتکو په اخیستلو غور کوي.