د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

اوباما د هیلري کلنټن له کاندیدۍ خپل ملاتړ اعلان کړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې هېواد د جمهوري ریاست لپاره د هیلري کلنټن له کاندیدۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.

بارک اوباما د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن د جمهوري ریاست لپاره غوره کاندیده وبلله.

بارک اوباما زیاته کړه:

"زه پوهیږم چې دا کار څومره ګران دی نو له دې کبله باور لرم چې هیلري کلنټن به يې ډېر ښه پرمخ بوزي. په حقیقت کې زه فکر نه کوم چې تراوسه به د ولسمشرۍ لپاره دومره مناسب کاندید پیدا شوی وي."

اوباما هیلري کلنټن د جمهوري ریاست لپاره غوره کاندیده وبلله.
اوباما هیلري کلنټن د جمهوري ریاست لپاره غوره کاندیده وبلله.

اوباما پرون پنجشنبې د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند په کاندیدانو کې د کلنټن له رقیب برني ساندرس سره هم وکتل.

هغه له ساندرس سره تر کتنې وروسته وویل چې د کلنټن د کاندیدۍ په اړه هیجاني دی او له هغې سره په انتخاباتي مبارزو کې د ګډون لپاره شېبې شمېري.

بارک اوباما وویل:

"په تاسو کې هغه کسان چې زما د فوق العاده تجربې له پیل راهیسې راسره ملګري واست، باید خبر شي چې زه له هیلري سره یم."

د امریکا ولسمشر له سپینې ماڼۍ په ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو، هیلري کلنټن او برني ساندرس وطنپال امریکاییان وبلل چې د خپل هېواد پر پیاوړتیا، په دې هېواد کې د عدالت پر تامین او د امریکا د راتلونکې لپاره د ښو شرایطو پر برابرو ورته فکر کوي.

بارک اوباما وویل، زه له هیلري سره یم
بارک اوباما وویل، زه له هیلري سره یم

په همدې حال کې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره ډیموکراټ کاندید برني ساندرس پرون له ولسمشر بارک اوباما سره د خپلې لیدنې په اړه خبریالانو ته وویل چې خپل کمپاین به جاري وساتي.

که څه هم هیلري کلنټن ادعا کړې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري یې د کاندیدۍ حق ګټلی خو ساندرس وویل چې د ډیموکرات ګوند ملي کنوانیسون ته به ولاړ شي.

په دې غونډه کې به د امریکا ډیموکراټ ګوند د جمهوري ریاست لپاره خپل وروستی، رسمي کاندیدي غوره کوي.

برني ساندرس همدا راز ټینګار وکړ چې د امریکا پر اقتصاد، مطبوعاتو او سیاست به د یو شمېر میلیونرانو د کنټرول د پای ته رسولو لپاره مبارزه جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG