خبرونه
هیلري کلنټن په ډیموکراټ ګوند کې کافي رایې ګټلي

د راپورونو له مخې هیلري کلنټن په ډیموکراټ ګوند کې دننه دومره رایې ګټلي دي چې کولای شي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دې ګوند کاندیده شي.
د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې په توګه د میرمن کلنټن له رسمي تایید وروسته به نوموړې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډټرمپ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته راوځي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بارک اوباما به په راتلونکو څو ورځو کې د ډیموکراټ ګوند له خوا د مېرمن کلنټن کاندیداتوري تایید کړي، خو دا کار وروسته له هغه کیدای شي چې ډیموکراټان په کلیفورنیا، نیوجرسي او څلورو نورو ایالتونو کې د ګوند د کاندید د غوره کولو لپاره رایې ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دمتحدو ایالاتو ولسمشر چین سره د نوي تجارتي توافق خبر ورکوي

دمتحدوایالاتو ولسمشر چین سره د یونوي تجارتي توافق خبر ورکړ چې په اساس یې لدغه هیواده مقناطیس اونادر معدنی مواد واردیږي او دچینایي اموالو تعرفه به په سلو کې ۵۵ وټاکل شي.
ډونالد ټرمپ چهارشنبې ، دغبرګولي په په ۲۱ وویل امریکا به خپلو پوهنتونو او کالجونو کې چینایی محصلینو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
بلخوا ، په امریکایي اموالو به د چین تعرفه په سلو کې ۱۰ وي.
په وارداتي اموالو ۳۰ په سلو کې تعرفه ۵۵ فیصدو ته اوچتول دامریکا لپاره یو پرمختګ ګڼل کیدای شي.
ښاغلي ټرمپ په خپله اجتماعي شبکه ، ټروث سوشیال کې ولیکل :" مونږ چین سره هوکړه وکړه ، دما او ولسمشر شي د نهایی توافق په شرط . "
ټرمپ زیاته کړه: " چین به ټول مقناطیس او نادر ضروري معدني مواد تامین کړي. دغه راز ، په هغه څه چې مونږ له چین سره هوکړه کړې ده ، عمل پرې کوو، او دچین محصلین به د مونږ په پوهنتونو او کالجونو کې د زده کړې او تحصیل اجازه ولري( چې تل ما په دې موافقه درلوده ! )"
دمتحدو ایالاتو ولسمشر وویل :" مونږ په مجموع کې په سلو کې ۵۵ تعرفه اخلو ، او چین په سلو کې لس. اړیکه عالي ده ! "
امریکایي او چینایي مرکچیانود شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړو خواوو د وروستیو اختلافاتو دحل لپاره په یوه موقت چوکاټ هوکړه وکړه چې د نادرو معدني موادو په بازار دچین برلاسی او چین ته د پرمختللې تکنالوژۍ پرصادراتو دامریکا محدودیتونه په کې شامل دي.
لاس انجلس کې تېره شپه ګرځبندیز حاکم و، هلته د پوځ استولو غبرګونونه پارولي

د متحده ایالتونو د دویم لوی ښار لاس انجلس ډېرو برخو کې تېره شپه ګرځبندیز لګیدلی و.
دا ګرځبندیز په ظاهره د هغو اعتراضونو او ناکراریو د ارامولو لپاره لګول شوی چې له پنځو ورځو راهیسې لاس انجلس کې پيل او اوس یې څو نورو ښارونو ته لمن غځیدلې ده.
دا اعتراضونه وروسته تر هغه پیل شول چې د کډوالۍ او ګمرک مسولانو د لاس انجلس په هغو سیمو کې چې ډیری وګړي يې لاتین ټبره دي، عملیات پيل کړل.
د امریکا چارواکي د عملیاتو هدف د ناقانونه کډوالو نیول او اخراج بولي.
په لاس انجلس، اسټن او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي او د کنټرول لپاره یې د ملي ګارد او سمندري ځواک زرګونه سرتیري استول شوي دي.
د مظاهرو کنټرول ته د ټرمپ له خوا د پوځیانو د استولو پریکړې د امریکا دننه د پوځ د کارونې د څرنګوالي په اړه غبرګونونه هم پارولي او یوشمېر سیاستوالو دا کړنه غندلې ده.
اودیسې کې د اروپایي مشرانو له غونډې سره همهاله پر خارکیف د روسیې خونړی برید

په داسې حال کې چې د اوکراین په بندري ښار اودیسې کې د اروپایي مشرانو غونډه روانه ده، په بل ښار خارکیف کې د روسیې هوایي بریدونو درې تنه وژلي او زیات شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د خارکیف ښاروال ایګور ترخوف ویلي چې د روسیې ننني هوایي بریدونه په څو پوړیزو ودانیو، کورونو، لوبغالو او ترانسپوري شرکتونو باندې شوي دي.
د نوموړي په وینا، بریدونه د اورلګیدنې لامل هم شوي دي چې زیانونه یې اړولي.
د اودیسې غونډه کې چې د اوکراین او سیمې پر امنیتي مسلو ورټوله ده، د رومانیا، مولدوا، یونان، شمالي مقدونیا، کروشیا، سربیا او یوشمېر نورو هېوادونو مشران جرګه شوي دي.
د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف: د داعش عملیاتي وړتیاوې او مالي سرچینې باید وځپل شي

د داعش د له منځه وړلو نړیوال ایتلاف یوځل بیا د اسلامي دولت ډلې یا داعش په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
د دغه ایتلاف په غونډه کې ویل شوي چې اروپا او متحده ایالتونو ته د داعش د ګواښونو له غځېدو مخکې باید د دغې ترهګریزې ډلې عملیاتي وړتیاوې، مالي سرچینې او د جلب او جذب هڅې وځپل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یو ورځنۍ غونډه پرون سه شنبه ( د غبرګولې ۲۰) د اسپانیې په کوربه توب په مادرید کې جوړه شوې وه.
غونډه کې د بشارلاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته په سوریه کې د داعش په ګواښونو تمرکز شوی دی.
د داعش ګواښونه په افغانستان او پاکستان کې هم موجود دي، خو په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.
د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدنې بهیر نن پيل شو

له سعودي څخه د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدو بهیر پيل شو.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبه دغه خبر پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.
لومړني پراوز کې ۳۶۰ حاجیان نن سهار کابل ته رسیدلي دي.
سږ کال شاوخوا دیرش زره افغانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
په ایران کې د افغان کډوالې کبرا رضایي وژلو ته د غبرګونونو دوام ( عاملان یې باید اعدام شي)

په ایران کې د یوې افغان کډوالې کبرا رضایي وژنې ته د غبرګونونو په لړ کې د ازادۍ فانوس په نوم یوه خوځښت د دې پیښې د بیړنۍ، رڼې او بې پلوه څيړنې غوښتنه کړې ده.
دغه خوځښت نن چهارشنبه ( د غبرګولي ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قتل عاملان باید وپیژندل شي او له کوم مصونیت پرته باید اعدام شي.
په خبرپاڼه کې دغه وژنه جنایت او د بشري حقونو ښکاره نقض بلل شوی دی.
د هنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو د ملاتړ یوه بنسټ تازه راپور ورکړ چې د کبرا رضایي ټوټه شوی جسد د غبرګولي په ۱۳مه د تهران په پیشوا سیمه کې په کثافاتو کې موندل شوی دی.
د هنګاو په خبره دغه نجلۍ د جسد تر موندل کېدو یې پنځوس ورځې مخکې کار ته د تلو پر مهال اختطاف او تري تم شوې وه.
تراوسه چا یا کومې ډلې د هغې د وژنې مسولیت نه دی منلی.
ایران کې میشتو افغان کډوالو هم دا وژنه له دوی سره د سیستماتیکې بې عدالتۍ یوه بیلګه یاده کړې ده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له سوریه څخه صفر د یو پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا لوبه چې پرون د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې په سعودي عربستان کې وشوه، د سوریې ټیم واتونیده چې د افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.
دا لوبه د اسیايي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې ترسره شوه.
له دې وړاندې افغانستان له میانمار څخه یو د دوه پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بله لوبه به له پاکستان سره د میزان میاشتې په ۱۷مه نیټه ترسره شي.
د ټرمپ په امر په لاس انجلس کې سمندري ځواکونه ځای پرځای شوي څو روان لاریونونه کابو کړي

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ملي ګارډ له ځای پرځای کیدو وروسته پرون سه شنبې په سلګونه سمندري ځواکونه دې ایالت ته رسیدلي، څو لاریونونه کابو کړي.
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د وضعیت د کنټرول لپاره به سمندري ځواکونه وګماري.
د رویترز په ټکو، د کلفورنیا والي ګاین نیوسوم په دې ایالت کې د سمندري ځواکونو ځای پرځای کول غیرقانوني او سیاسي کړنه بللې ده.
له تیرو پنځو ورځو راهیسې د ټرمپ د ادارې له خوا د کډوالو پر ضد د عملیاتو له پیل وروسته د لاس انجلس په ګډون د امریکا په ډير شمیر ایالتونو کې پراخ لایونونه پیل شول.
چارواکو رویترز خبري اژانس ته ویلي، ۷سوه سمندري ځواکونه د لاس انجلس په"سیل ساحل" کې په تمه دي څو په سیمه کې ځای پرځای شي.
د لاس انجلس په ګډون د کلفورنیا او یو شمیر نورو ایالتونو والیانو ویلي، پوځي ځواکونه باید یوازې په سختو حالاتو کې وکارول شي خو اوسنی وضعیت داسې نه دی.
ټرمپ؛ د اټومي پروګرام په خبرو اترو کې د ایران دریځ بدل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایرن د اټومي پروګرام په خبرو اترو کې د تیرو ورځو پرتله بل ډول چلند کوي او دې موضوع هغه حیران کړی دی.
ټرمپ پرون سه شنبې فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، "ایران په خبرو اترو کې د پخوا پرتله "سخت دریځه" شوی او دې چلند يې حیران کړم یم".
هغه په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
بل پلو، د "اکسیوس" په نوم یوې ویب پاڼې راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلفوني خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام مخالف دی او غوره ګني چې د اټومي پروګرام د مذاکراتو د پرمختګ لپاره فرصت ورکړل شي.
د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ د اتومي تړون د ترلاسه کولو لپاره پنځې دورې خبرې اترې د ایټالیايې او عمان په کوربتوب ترسره شوې خو تراوسه يې هیڅ پایله نه درلودله.
دواړو خواوو د شپږمې دورې خبرو لپاره مختلفې نیټې اعلان کړي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، شپږم پړاو خبرې به د جوزا په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ وشي، خو ایران بیا د جوزا ۲۵مه د یکشنبې ورځ د دې خبرو اترو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړې ده.
جرمني تیرکال نژدې درې لکه کډوالو ته تابعیت ورکړی

جرمني په ۲۰۲۴کال کې د ریکارډ په کچه کډوالو ته د دې هېواد تابعیت ورکړی دی.
د جرمني د احصايې فډرال ادارې نن سه شنبې اعلان وکړ چې دغه هېواد تیرکال ۲۹۱زره کډوالو ته تابعیت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳کال پرتله ۴۶سلنه زیاتوالی ښيۍ.
د اعلان له مخې د نوي تابعیت ترلاسه کوونکې تر ډیره سوریایان دي.
په جرمني کې میشت درې سلنه افغانانو هم تیرکال د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.
د تابعیت په قانون کې اصلاحات د دې زیاتوالي عمده لامل بلل شوی دی.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۳کال په جون میاشت کې د تابعیت اخیستو لپاره د استوګنې شرط له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راکم کړ او ان درې کالونه يې د ځانګړو مواردو لپاره ټاکلي وو.
که څه هم تیرکال ډیرو کډوالو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی خو د جرمني نوی ایتلافي حکومت غواړي بیرته دغه اصلاحات راونغاړي او د تابعیت لپاره د لږ تر لږه پنځه کلن انتظاره موده بیرته رامنځته کړي.