د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

هلري کلنټن راتلونکو انتخاباتو کې خپله نوماندي یقیني کړه


د ا مریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري هلري کلنټن په ګوندي سیالیو کې له بریاوو وروسته د امریکا د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند لخوا خپله نوماندي یقیني کړه.

مېرمن کلنټن اوس د ګوند په راتلونکې غونډه کې چې انتخاباتو ته خپل نوماند ټاکي کافي ملاتړي لري.

په داسې حال کې چې جمهور رئیس بارک اوباما تیاری نیسي چې مېرمن کلینټن د امریکا د جمهوری ریاست لپاره تر ټولو وړکاندیده تائید کړي، که چېرې د هغې نوماندي د ګوند لخوا رسماً تصویب شوه نو د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به د جمهوري پلوي هیله من نوماند ډونالډ ټرمپ سره سیالي وکړي.

مېرمن کلینټن د ډیموکراټ ګوند د ۲۳۸۳ استازو ملاتړ خپل کړی دی چې دغه شمېر د ګوند لخوا د کاندیداتوري لپاره کافي دی.

هغه به لومړنۍ ښځه وي چې ډیموکراټ ګوند به يې د امریکا د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې خپله کاندیده کړي.

د مېرمن کیلنټن کاندیداتوري وروسته له دې د دوشنبې په ورځ یقیني شوه چې په پورتوریکو کې یې په مقدماتي انتخاباتو کې لوی بری ترلاسه کړ او ګڼو ځانګړو ګوندي استازویې په وروستیو شیبو کې ملاتړ ته مخه کړه.

د اسوشیېټیډ پرس خبري آژانس وویل مېرمن کیلنټن د بېلابېلو ایالتونو په مقدماتي انتخاباتو کې د ۱۸۱۲ ګوندي استازو د ملاتړ ژمنې ترلاسه کړي او ۵۷۱ځانګړو استازو هم خپل ملاتړ ورڅخه اعلان کړی دی.

خو په ګوند کې د مېرمن کلنټن سیال برني ساندرز وویل چې رسنیو د ځانګړو استازو درایو په شمېر کې بېړه کړې او ژمنه يي وکړه چې د ډیموکراټ ګوند په کنګره کې چې راتلونکې میاشت دایرېږي خپلو هلو ځلوته دوام ورکوي.

مېرمن کیلنټن هم د دغو خبرونو ترخپرېدو وروسته د خپل بري څرګند اعلان ونه کړ.

هغې دومره وویل چې موږ د یوې تاریخي او بیسارې شیبې په درشل کې یو خو یوڅه کارونه لاپاتې دي.

مېرمن کیلنټن وویل چې اوس مهال د کالیفورنیا او نیوجرسی په شمول چې د ډیموکراټانو د نفوذ اډې ګڼل کېږي په یو شمېر ایالتونو کې نننیو انتخاباتو کې غواړي بری ترلاسه کړي.

هغې په تویتر کې په خپل یو پیغام کې وویل:

"پرېږدئ چې مقدماتی انتخابات په قوت سره پای ته ورسوو او وروسته عمومي انتخاباتو ته په ګډه مخه کړو."

په داسې حال کې چې اکثر ګوندي استازي په ایالاتي انتخاباتو کې خپلې رايې ورکوي، ځانګړي استازي چې د ګوند مشران، منتخب سناتوران، د کانګرس غړي او والیان دي، په هره لحظه کې خپل نظر بدلولی شي.

XS
SM
MD
LG