د افغانستان د سترې محکمې مسؤلین وایي، له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدګۍ محکمې یې جوړي کړي دي.
د ستري محکمې د قضایې تعلیماتو رئیس عبدالله عطایي وايي چې په دغو محکمو کې به له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي پېښو ته رسېد ګي وشي.
د افغانستان د سترې محکمې مسؤلین وایي چې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدګۍ جوړي شوي محکمې د کابل د ابتدایه محکمو په تشکیل کې رامنځ ته شوي دي.
د ستري محکمې د قضایې تعلیماتو رئیس عبدالله عطایي د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې وویل چې دوی تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱۱ پېښې و څېړلې او په تړاو یې ۶۹۳ تنه مجازات کړي دي.
هغه زیاته کړه:
"مخکې د مرکز کابل د ابتدایه محاکمو په تشکیل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي محکمې نه وې، دا یوه مهمه لاسته راوړنه ده، د استیناف په کچه د خاصې او د تمیز محکمې په کچه یو خاص دېوان له ښځو سره د تاوتریخوالي د جرایمو او د ماشومانو اړوند سرغړونو ته د رسېدګۍ لپاره رامنځ ته شوي دي."
په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي عاملانو ته جزا نه ورکول د مدني او ښځو د حقونو د فعالانو له جدي اندېښنو څخه وې.
په فاریاب کې د مېړه له لورې د رېزه ګل په نوم یوې نجلۍ د پوزې پرې کول، د زنا په تور په غور کې د ۲۱ کلنې رخشانې سنګسار او لسګونه داسي نورې پېښې هغه څه دي چې په تېر یوه کال کي رامنځ ته شوي خو لا یې هم عاملان نه دي نیول شوي.
له دې مخکې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د مېرمنو وضعیت ډېر بد و.
صحرایې محاکمې او د سنګسار په څېر سختو جزاګانو عملي کول پرته له دې چې د تورن جرم مشخص شي، د افغان مېرمنو له نورو اندېښنو څخه دي چې د دولت له کنټروله لرې سیمو کې تر سره کېږي.
ښځینې فعالانې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدګۍ د محکمو جوړېدل ستایې.
د افغان مېرمنو د مجتمع مسوولې فتانې ګیلاني ازادي راډیو ته وویل چې د دغو محکمو په سر کې باید ژمن او وړ کسان و ګمارل شي:
نوموړې زیاته کړه:
"موږ د سترې محکمې له دې اعلان نه هرکلی کوو، خو دا مهمه ده چې د دغو محکمو په راس کې ژمن او پاک کسان و ګمارل شي."
کابل، هرات، بلخ، سمنګان، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دي چې په کې له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوي دي.
د بدن د غړیو پرې کول، وهل او ټکول، جنسي تېري، د نفقې نه ورکول، په زوره ودونه، په بدو کې ورکول او داسي نور هغه څه دي چې یو شمېر افغان مېرمنې ورسره مخامخ دي.
ښځینه فعالانې او د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه ټینګار کوي، تر هغو چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو دوسیې په جدي توګه تعقیب نشي او مجرمان مجازات نشي، دغه ستونزه به نه یوازې دا چې له منځه ولاړه نشي بلکې ډېره به هم شي.
راپور: محمد قسیم سوله مل