د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

يونان کې افغان او پاکستاني پناه غوښتونکو شخړه کړې


په يونان کې پناه غوښتونکو په خپلو کې شخړه کړې ده چې په نتيجه کې يې د يوه افغان او دوو پاکستانيانو په ګډون شپږ پناه غوښتونکي ټپيان شوي دي.

په لسګونو نور پناه غوښتونکي برسېرن ټپيان شوي او په سلګونو نور د شخړې په وخت کې له کمپ څخه ايستل شوي دي.

د يونان پوليس وايي يوه ورځ وروسته له هغې چې د ساموس جزيرې د پناه غوښتونکو په يوه کمپ کې شخړې وشوې او شپږ کسان يې په نتيجه کې ټپيان شول، ورته تاوتريخوالى د يونان په بله جزيره ليسبوس کې هم د پناه غوښتونکو په يوه کمپ کې پېښ شوى چې په نتيجه کې يې څو خېمې سوځول شوي دي.

د پنج شنبې په ورځ د ساموس جزيرې د کمپ د اوسېدو دوه ځايونه د پناه غوښتونکو ترمنځ د شخړې پر مهال سوځېدلي وو.

د دغو پناه غوښتونکو هويت که څه هم نه دى څرګند شوى، خو پوليس د شخړې ساحې ته لېږل شوي او شپږ کسان يې روغتون ته انتقال کړي دي.

د دوى په خبره روغتون ته په لېږل شويو کسانو کې يو افغان او دوه پاکستانيان شامل دي.

په ساموس جزيره کې چې کمپ يې له ګڼه ګوڼې ډک دى، د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو پناه غوښتونکي شته.

ديميتري وروس چې په ساموس کمپ کې د يوې خيريه ټولنې کارکوونکى دى، وايي:

"دلته معمولاً وضعيت ارام وي، خو د وروستي تاوتريخوالي ولاړېدو حيران کړي يو."

د فرانسې خبري اژانس خبريال چې د ساموس په کمپ کې د تاوتريخوالي شاهد و وايي، د کمپ په سلګونو اوسېدونکي وروسته له هغې له دې ځايه وايستل شول چې د افغانانو او پاکستانيانو دوو ډلو له ډبرو او لرګيو په استفادې په خپلو کې شخړه وکړه.

په ساموس جزيره کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند بوريس چيشريکوف وويل:

" د دې پېښې له کبله د پناه غوښتونکو ځينې خېمې سوځېدلي دي."

تر دغو تاوتريخوالو مخکې د ساموس جزيرې په کمپ کې شا و خوا درې زره پناه غوښتونکي اوسېدل، د دوى اکثريت غواړي ترکيې ته له لېږلو سره مخالفت وکړي.

ترکيې د پناه غوښتونکو په مسئله کې له اروپايي ټولنې سره يوه موافقه لاسليک کړې، هغه پناه غوښتونکي چې اروپايي ټولنه يې ردوي، ترکيې ته لېږل کېږي.

وروسته له هغې چې په فبرورۍ مياشت کې د بالکان حوزې هېوادونو شمالي اروپا ته د کډوالو د لويو جوپو د مخنيوي لپاره خپلې پولې وتړلې، شا و خوا ۵٠ زره پناه غوښتونکي په يونان کې راګير پاتې شول چې اکثريت يې له ګڼه ګوڼې په ډکو کمپونو کې تر سختو شرايطو لاندې ژوند کوي.

د بشري حقونو ملاتړو ادارو د کمپونو پر دغه وضعيت انتقاد کړى دى.

XS
SM
MD
LG