د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۷

پېښور کې افغان کونسلګري تړل شوې ده


د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې افغان کونسلګرۍ له افغان ډيپلوماتانو سره د ناسم چلند له امله د احتجاج په توګه تړل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ د افغان ډيپلوماتيکو سرچينو په حواله وايي چې د پېښور افغان کونسلګرۍ د سې شنبې په ورځ له دې امله تړل شوې چې د دغه ښار په صدر سيمه کې له افغان ډيپلوماتانو سره د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا ناسم چلند شوى او د تلاشۍ پر مهال يې ځورولي دي.

د افغان کونسلګرۍ يوه چارواکي ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي چې کونسلګرۍ يې له افغان ډيپلوماتانو سره د امنيتي ځواکونو د ناوړه چلند له امله تړلې ده.

که څۀ هم پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د تړل کېدا په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو افغان ډيپلوماتانو رسنيو ته ويلي چې کونسلګرۍ به تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي.

دا پېښه تر هغې يو ورځ مخکې رامنځته شوې چې د پاکستاني چارواکيو له خوا افغانانو ته په تورخم دروازې د تګ راتګ موده پای ته رسېدلې او د چارواکيو په خبره، تر نن ورځې وروسته به له قانونې اسنادو پرته افغانانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه وي.

تر مخکې چارواکو د اپريل ٣١مه نېټه د افغانانو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه، خو بيا وروسته دغه موده د يوې مياشتې لپاره وغځېده.

د رسنيو د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځي چارواکو ترمنځ غونډه شوې چې د تورخم دروازې په اړه هم پکې بحث شوى، خو کومې نتيجې ته سره نه دي رسېدلي.

تر دې مخکې دغه دروازه په تېره مياشت کې پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کړکېچ له امله تر څلورو ورځو پورې تړل شوې وه چې په دواړو غاړو کې ګڼ شمېر خلک چې ډېرى يې ناروغان ول، ايسار پاتې و.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د تړلو په اړه د کونسلګرۍ د چارواکيو نظر واخلي، خو په بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG