د بلوچستان يوه ملتپال ګوند په يوه احتجاجي مظاهره کې ادعا کړې، چې په دې ايالت کې د افغان طالبانو د مشرانو په شمول افغان کډوالو ته پاکستانى تابعيت ورکړل شوى او غوښتنه کوي چې د دوى شناختي کارډونه دي کېنسل شي.
دوى د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې افغان کډوال دي ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه کړي او هغه کډوال چې په ښارونو کې ژوند کوي، بايد کېمپونو ته کډه کړاى شي.
بلوچستان نېشنل ګوند يو له هغوى بلوڅو ملتپالو ګوندونو څخه دى چې له تېرو څو کلونو راهيسې له بلوچستانه د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو غوښتنه کوي.
د کوټې د پريس کلب مخ ته په تازه احتجاجي مظاهره کې يې له حکومته وغوښتل چې افغان کډوالو ته ور جوړ کړل شوي جعلي شناختي کارډونه دي کېنسل شي او هغوى دي خپل هېواد ته ولېږل شي.
په احتجاجي مظاهره کې د دې ګوند لسګونو کسانو او ښځو برخه اخيستې وې، اختر لانګو چې د بلوچستان نېشنل ګوند د کوټې مشر دى، وايي په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو نور وخت بايد ور نه کړل شي او مخکې له دې چې په بيړنۍ توګه افغانستان ته ستانه کړل شي، بايد کېمپونو ته کډه کړل شي:
"په هغو شپو کې چې پر دوى مصيبت وو هغه اوس قريباً ختم شوى يا کم شوى دى، زه وايم دوى ته بايد نور يو مينټ وخت هم ور نه کړل شي، که ملګري ملتونه دوى نه لېږي، پاکستان يې بايد د خپل ملک او ولس د ژغورلو لپاره ولېږي او که دستي نه ځي، نو لکه ايران چې تر کېمپونو محدود کړي دلته هم بايد کېمپو ته کډه کړل شي او له کېمپونو بهر د ژوند اجازه ور نه کړل شي."
په مظاهره کې شريکو د بلوچستان نېشنل ګوند مشرانو ادعا وکړه چې افغان کډوالو پاکستانى تابعيت اخيستى او غواړي بلوڅان په اقليت بدل کړي.
د دې ګوند مرکزي سيکرتر آغا حسن بلوڅ وايي په بلوچستان کې د شناختي کارډ جوړولو ادارې "نادرا" سلګونه زره افغان کډوالو ته جعلي شناختي کارډونه ورکړي چې ثبوت يې د ولي محمد په نامه د طالبانو د مشر اخترمحمد منصور شناختي کارډ او پاسپورټ دى، وايي دغه ډول جعلي اسناد بايد ژر تر ژر کېنسل شي:
"د افغان طالبانو د مشر ملا منصور شناختي کارډ او پاسپورټ چې له کلاعبدالله جوړ شوى، د دې مقصد دا دى چې ټول طالبان او هغه کسان دغه شناختي کارډونه لري چې د افغانستان يا د پاکستان امنيت ته يې ستونځې جوړې کړې دي، موږ دا وايو چې دا ټول شناختي کارډونه بايد کېنسل شي او دوى په عزتمنه توګه افغانستان ته لاړ شي."
د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي د بلوچستان د کورنيو چارو د وزير هغه خبره په کلکه وغندله چې ويل يې افغان کډوال به په زوره له بلوچستانه و شړل شي.
اصغراڅکزى وايي افغان کډوالو ته د شناختي ورکولو ملاتړ نه کوي، خو وايي دوى به له نړيوالو قوانينو سره خپل هېواد ته ستنېږي:
"نن په افغانستان کې بېحسابه بلوڅان پراته دي، داسې خلک هم هلته ژوند کوي چې د دې ځاى له حالاتو تنګ شوي دي او هلته تللي دي، نو بيا په افغان حکومت په دوى پسې لرګى را اخلي او را باسي به يې، د دونيا غله او بدمعاشان دوى زموږ په وطن کې ځاى کړل، شناختي کارډونه او پاسپورټونه يې ور جوړ کړل، دغه ټول وسله وال دلته له پاکستاني اسنادو سره نيول شوي دي، خو عجيبه خبره ده چې دغه خوار غريب عالم [افغان کډوال] دوى ته ورانکاري ښکاري او چا چې توپک اخيستى دلته هم ورانېدل کوي خپل کور يې هم په وينو سور کړى دى هغه د دوى په نظر بېګناه خلک دي."
د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې له مېشتو افغانانو څخه شاوخوا يونيم ميليون له يو اين ايچ سي آر سره د مهاجرينو په توګه راجسټر دي، خو د يوې اندازې له مخې شاوخوا يونيم ميليون افغانان نور هم په پاکستان کې ژوند کوي، چې ګومان کېږي ځينو به پاکستانى تابعيت اخيستى وي او ځينې په غيرقانوني توګه په دې هېواد کې ژوند کوي، خو د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان، د پاکستان د سېفران وزارت او افغان حکومت د درې اړخيز توافق له مخې هيڅ يو افغان کډوال څوک په زوره افغانستان ته نه شي ستنولاى.
راپور: بارکوال مياخېل