د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۳

ووتل: د بغداد وروستی چاودنې د داعش په تکتیک کې بدلون څرګندوي


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووتل
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووتل

امریکايي پوځیان وايي، وروسته له دې چې اسلامي دولت ډلې د عراق په څو جبهو کې له ماتې سره مخامخ شول، د بغداد وروستۍ چاودنې چې سلګونه کسان یې ووژل د اسلامي دولت ډلې په تکتیک کې یو بدلون څرګندوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووتل وايي، اسلامي دولت ډله هیله لري چې په بغداد کې خپلو بریدونو باندې به د عراقي چارواکي پام چې خپل منځي اختلافات لري نور هم مصروف وساتي.

د بغداد حکومت په یو شمېر ځواکونه او منابع د جنګ له جبهو را وباسي او د پلازمینې د امنیت لپاره به یې وګماري.

خو دغه امریکايي جنرال ټینګار وکړ چې اسلامي دولت ډلې بیا هم له خپلې دغې هیلې لاس نه دی اخیستی چې غواړي په عراق او سوریه کې د جنګ له لارې اسلامي خلافت تاسیس کړي.

جنرال جوزیف ووتل خبریالانو ته وویل چې اسلامي دولت ډله هلې ځلې کوي چې د جنګ په جبهو کې بیا حرکت وکړي او د جګړې واګې په خپل لاس کې واخلي.

هغه وویل چې په بغداد او شاوخوا سیمه کې یې د تېرې اوونۍ انتحاري بریدونه او چاودنې چې څه دپاسه ۱۴۰ ولسي کسان په کې ووژل شول څرګندوي چې اسلامي دولت ډله څومره ژر کولای سي خپل تکتیک او تحرکات بدل کړي.

په بغداد کې شوې انتحاري حمله
په بغداد کې شوې انتحاري حمله

جنرال جوزیف ووتل وویل:

"په داسې حال کې چې موږ د اسلامي دولت ډلې له کړو وړو کرکه کوو، زه فکر کوم چې موږ د خپلو دښمنانو باید درناوی وکړو او د جبهې د شرایطو سره د ځان عیارولو د توان درناوی یې وکړو."

پاتریک سکینر، د امریکا د مرکزي استخباراتو یو پخوانی افسر مني چې اسلامي دولت ډلې خپل تکتیک بدل کړی دی چې د رسنیو پام تر لاسه کړي او د جګړې په ميدان کې له خپلو ناکاميو يې پام واړوي.

ده فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

"بغداد اوس هدف ګرځېدلی ځکه داعش دفاعي حالت لري او اوس هم کولای شي په پلازمېنه کې حکومت ته زيان ورسوي."

امريکايي چارواکي وایي، داعش يې پر يو شمېر جبهو له ستونزو سره مخامخ کړی او د دغه ډلې وړتيا ته يې زیان رسولی چې له تيلو ګټه پورته نه کړي.

همدا راز دوی وايي، د داعش تر ۱۲۰ زيات مشران یې وژلي دي او په عراق کې يې له هغې مځکې چې د داعش تر کنترول لاندې وه، ۴۵ فيصده مځکه ازاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG