د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د ننګرهار اوسېدونکي: ولسمشر ته سپکاوي کوونکي باید محاکمه شي


په ننګرهار کې د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په ملاتړ مظاهره وشوه.

د جلال اباد ښار په لسګونو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په ملاتړ مظاهره وکړه.

دغو مظاهره چيانو د هغو څو کسانو د محاکمه کېدو غوښتنه کوله چې تېره اوونۍ يې د لندن په کنفرانس کې د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سپکاوی کړی.

د دې مظاهرې یو تن ګډونوال او قومي مشر ملک سيدالرحيم وویل په لندن کې دا سپکاوی یوازې ولسمشر نه بلکې افغان ملت ته شوی.

نوموړي وویل هغه کسان چې په دې دسیسه کې لاس لري هغوی دې د قانون منګولو ته وسپارل شي:

"دغه کار چې په لندن کې زموږ ولسمشر سره شوی دا د دې ځای نه شوی دی موږ د دې خلکو محاکمه غواړو، موږ یوالی غواړو یو افغانان یو، موږ اشرف غني غواړو دلته که تاجک دي، که ازبک دی که هزاره دی دا ټول یو افغانان دي او یو مو ولسمشر دی دا کوم کار چې په لندن کې شوی موږ يي په کلکو ټکو غندو."

د دې لاریون یو بل ګډنوال قاري عبدالله سحر وويل ډاکټر محمد اشرف غني د ولسونو لخوا انتخاب شوی او ولسونه دغه ډول سپکاوي نشي زغملی:

"څو ورځې وړاندې د لندن په کنفرانس کې یو شمېر اشخاص و چې د بهرنیو هېوادونو په اشاره باندې هغوی سره خبرې شوې هغوی يې لمسه ولي و د ولسمشر توهین شوی دی سپکاوی يې شوی دی ولسمشر هغه کس دی چې موږ ورته رایه ورکړې او د هغه نه به دفاع کوو او په هر حالت کې موږ دا سپکاوی نشو زغملی او غندنه يې کوو."

دغو لاریون کوونکو موټرې د ډاکټر محمد اشرف غني په انځورونو رنګه کړې وې او د ښار په واټونو کې يې د ولسمشر انځورونه هم وځړول.

د ویلو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له تاجکستان څخه د لندن پر لور تر سفر ورسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د لندن په یو انسټیټوټ کې د خبرو پر مهال د یو شمېر هزاره توکمو افغانانو له تندو انتقادونو سره مخ شو چې په کې افغان ولسمشر ته د سپکاوي کلمې وکارول شوې.

دغه کار په هېواد کې د خلکو توند غبرګوو نونه راوپارول او ځينو رسنیو سره کارپوهانو دا جوړه شوې دسیسه یاده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم د و لسمشر غني په ملاتړ مظاهرې کړي او د سپکاوي کوونکو د محاکمې غوښتنه کړې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG