د پاکستاني د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت له قوماندان جنرال نيکولسن سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو، په ځانګړې توګه د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
د پاکستاني د پوځ مطبوعاتي څانګې يا ISPR د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي:
"په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ماموريت قوماندان جنرال جان نېکلسن په راولپېنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې له جنرال راحيل شريف سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو، د پاک_افغان د ګډې پولې د تنظيم او د افغانستان په امنيتي وضعيت يې بحث کړى دى."
پاکستان ته د جنرال نيکولسن تر سفر يوه ورځ مخکې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف اييل ووټل هم په راولپېنډۍ کې له جنرال راحيل شريف سره کتلي وو او په دوه اړخيزو اړيکو، په ځانګړې توګه د افغانستان په وضعيت يې ورسره خبرې کړې وې.
د امريکا او پاکستان د پوځي چارواکو ترمنځ ليدنې کتنې په داسې وخت کې ډېرې شوي چې په دې وروستيو کې د پاکستان او امريکا او همداراز د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکي يو څه خړې شوي دي.
د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکي تر هغې وروسته خړې شوي چې د F16 جنګي جېټ طيارو په سر لانجې راپورته شوې او امريکا پاکستان ته وويل، چې د ٨ F-16 طيارو د پېرودلو لپاره بايد روپۍ ورکړي.
د رسنيو د راپورنو له مخې، پاکستاني او امريکايي چارواکي په دې اړه خبرې پيل کړ او ډېر ژر به يوې نتيجې ته ورسېږي.
له بلې خوا د اسلام ابآد او کابل اړيکي تر هغې وروسته يو ځل بيا لانجمنې شوې چې افغان چارواکو په تېره مياشت کې په کابل کې تر يوې خونړي ترهګريز بريد وروسته پر پاکستان سختې نيوکې وکړې.
امريکا او افغانستان تر دغې بريد وروسته چې نږدې ۶۴ کسان په کې مړه او تر ۴٠٠ زيات په کې ټپيان شوي وو، له پاکستانه وغوښتل چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې پر ګډون د هغو ټولو وسله والو ډلو پرخلاف اقدامات وکړي چې د پاکستان خاوره د افغان حکومت پر ضد کاروي.
افغان ولسمشر همداراز له پاکستانه د هغې ژمنې د پوره کېدو غوښتنه هم وکړه چې په وينا يې د څلور اړخيزې کومېټې په يوه غونډه کې يې کړې وه او د هغو وسله والو د ځپلو يادونه په کې شوې وه چې له افغان دولت سره خبرو ته نه حاضرېږي.
خو پاکستاني چارواکو د افغانستان تورونه رد کړل او ويې ويل، چې په دې هېواد کې په روانو پوځي عملياتو کې يې له توپير پرته ټول ترهګر نښه کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز څو ورځې وړاندې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې افغان شخړه ښايي د زور په کارولو حل نه شي او ټينګار يې وکړې چې د افغانستان د سولې په لړ کې بايد د امريکا، پاکستان، افغانستان او چين د استازيو څلور اړخيزه کومېټې خپل کوښښونه جاري وساتي.
راپور: ذبيح مومند