د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

پاکستان: ايبټ اباد کې يوې ځايي جرګې يوه نجلۍ ژوندۍ سوځولې


د خيبر پښتونخوا صوبې په ايبټ اباد کې ځايي پوليس وايي چې په دې سيمه کې يې د يوې ځايي جرګې ١۴غړي د يوې نجلۍ د ژوندي سوځولو په تور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ايبټ اباد په ډونګاګلۍ سيمې کې په يوه موټر کې د يوې پېغلوټې جلۍ سوځېدلى مړى موندل شوى و چې نامعلومو کسانو ورته اور اچولى و.

د ايبټ اباد ځايي امنيتي چارواکي وايي چې دا مړى د ۱۵کلنې "عنبرين" و چې د ځايي جرګې د فيصلې په رڼآ کې سوځول شوې وه.

د ايبټ اباد د ځايي پوليسو يوه مشر شمس الرحمن د پنجشنبې په ورځ له بېلابېلو رسنيو سره په خبرو کې وويل، پر عنبرين تور و چې د خوښې د واده لپاره له کوره په تښتېدو کې يې د خپلې يوې ملګرې مرسته کړې وه.

شمس الرحمن وايي، د عنبرين د سوځونې په تور يې د هغې د مور په ګډون د ځايي جرګې ١٤ کسان نيولي دي او زياتوي:

"دا افسوسناکه پېښه د اپريل په ٢٩ مه نېټۀ رامنځته شوې وه چې دوه موټرې پکې سوځول شوې وې او د يوه موټر په شاتني سيټ کې د يوې پېغلوټې جلۍ سوځېدلى مړى موندل شو ى و، ددې پېښې محرکات دا وو، چې تر دغه پېښې مخکې يوه بلې نجلۍ د خپل محبوب سره له کوره تښتېدلې وه او د جرګې خلکو دا شک درلود چې ګنې دغه سوځل شوې جلۍ "عنبرين" يې په تېښته کې مرسته کړې وه، نو په ٢٩ مه نېټۀ دغو خلکو يوه غونډه راوبلله او په هغې کې يې پرېکړه وکړه چې عنبرين په همغه موټر کې وسېځي، په کوم کې چې يې ملګرې له خپل محبوب سره تښتېدلې وه، ترڅو په راتلونکي کې دا ډول پېښې رامنځته نه شي، نو تر هغې وروسته يې دا جلۍ له کوره ووېستله او بيا يې وروسته په موټر کې وسېځله."

په عين حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼه د "عنبرين" د وژنې په اړه په خپور کړي راپور کې وايي:

"نجلۍ تر تښتول کېدا وروسته راښکل شوې او بیا وژل شوې چې‌ له وژل کېدو وروسته د موټر په شاتني سیټ کې اچول شوې او بیا پیټرول پرې پاشل شوي او اور ورته شوی دی.‌"

په پاکستان کې هر کال د غیرت په نامه سلګونه ښځې وژل کېږي، خو دا لومړى ځل دى چې هغه نجلۍ هم په کې وژل شوې ده چې په مشکوک ډول يې له کوره د خپلې يوې ملګرې په تېښته کې مرسته کړې ده.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېسيون د روان کال په اپريل کې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په تېر ٢٠١۵ میلادي کال کې په دې هېواد کې د غیرت په نامه د وژنو په ٩٨٧ پېښو کې ١٠٩٦ ښځې وژل شوي چې د نورو کلونو په پرتله دا شمېر زيات ښيي.

په روان کال کې پاکستانۍ ډاکوميڼتري جوړوونکي شرمين عبيد چنايي په دې هېواد کې د غیرت په نامه وژنو د پېښو د ډېرېدو په اړه يوه ډاکومينټري جوړه کړې وه چې تود هرکلى يې وشو او د آسکر نړېواله جاېزه يې هم وګټله.

د يادونې وړ ده چې د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت په ايبټ اباد کې د نجلۍ د ژوندي سوځولو د پېښې سخت نوټس اخيستى و، ددغې پېښې د تحقيقاتو لپاره يې کومېټه ټاکلې وه او په پېښه کې د ککړو کسانو د ژر تر ژره نيولو امر يې ورکړى و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG