په کوټه کې هندوانو او سيکانو يوه احتجاجي مظاهره کړې او وايي چې د بلوچستان په حاجي شهرسيمه کې يې يوه اوونۍ وړاندې له مندره مذهبي کتاب غلا شوى، خو تر اوسه بېرته نه دى موندل شوى.
په مظاهره کې شريکو سيکانو غوښتنه کړې چې په کوټه کې يې له کلونو راهيسې تړلې يوه لويه عبادتخانه بايد پرانيستل شي او دوى ته په کې د عبادت اجازه ورکړل شي.
"حاجي شهر" د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا ٣٥٠ کيلوميټرۍ کې پروت د بولان سيمې يو ښارګوټى دى چې اکثر اوسېدونکي يې بلوڅان دي، خو له اوږدې مودې راهيسې سيکان او هندوان هم په دې سيمه کې ژوند کوي.
د اپرېل پر ۲۱مه په دې سيمه کې نامالومو کسانو له يوه مندره د سيکانو مذهبي کتاب او نغدې روپۍ غلا کړل چې پوليس يې لا تر اوسه په موندلو نه دي بريالي شوي.
د شنبې په ورځ لسګونه سيکان او هندوان په کوټه ښار کې د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي وو او په حاجي شهر کې د خپل غلا شوي مذهبي کتاب د موندنې غوښتنه يې کوله.
دوى د کوټې ښار په منځ کې د جناح سړک لوى منان چوک د شاوخوا يوه ساعت لپاره د موټرو پر مخ تړلى وو او شعارونه يې ورکول.
په مظاهره کې شريک د سيکانو يوه مشر سردار جزبير سينګ ازادي راډيو ته وويل، په بولان سيمه کې په مندرونو او ګردوارو کې د دوى زرګونه مذهبي کتابونه دي، خو دا لومړى ځل دى چې د دوى مذهبي کتابونه غلا شوي دي.
جزبير سينګ وايي لس ورځې وشوې خو پوليسو هغه غله ونه نيول چې د دوى مذهبي کتاب يې غلا کړى دى:
"زموږ مذهبي کتاب ګرو ګرنت صاحب له هغه ځايه غلا شوى دى، موږ سوله ييز لږکي يو، خو موږ ته د ژوند کولو حق څه چې د عبادت حق نه راکول کېږي، موږ د هغه لپاره سوله ييز احتجاج کوو. "
سيکان وايي په بلوچستان کې د دوى اته عبادتځايونه "ګردوارې" دي چې وايي دوى اوس په کې د پخوا غوندې په لوى زړه عبادت نه شي کولاى.
د کوټې اوسېدونکى يو سيک امرت جيت سينګ وايي، په کوټه کې د دوى يوه لويه عبادتخانه ده چې له کلونو راهيسې تړلې ده، وايي حکومت بايد دغه عبادتخانه پرانيزي او دوى ته په کې د عبادت کولو اجازه ورکړل شي:
"اوس څه ستونځې شته، مخکې داسې نه وو، له څه مودې راهيسې تعصب او مذهبي کرکه زياته شوې ده، اوس چې ګردوارو ته عبادت ځو ډارېږو هم، ځکه خلک اوس په لوى زړه عبادتخانو ته نه راځي، زموږ امنيت نه ساتل کېږي، ځکه احتجاج ته را وتلي يو، موږ سخت تنګ شوي يو. "
د "حاجي شهر" بازار په شمول د سيوۍ او شاوخوا سيمو هندو تجارانو په هغه ورځ- چې مذهبي کتاب يې له مندره غلا شو- خپل دوکانونه د احتجاج په توګه و تړل، پوليسو د دوى د مذهبي کتاب د غلا دوسيه درج کړې، خو تر لسو ورځو تېرېدو وروسته هم د غلو په نيولو نه دي بريالي شوي.
د لږکيو يو مشر کمېل کمار راجپوت وايي اوس چې د دوى کتابونه غلا کېږي، بله ورځ خو يې عبادتخانو ته هم زيان رسېداى شي:
"تر اوسه نه د کتابونو څه درک شته نه مجرمين نيول شوي دي او نه زموږ د امنيت څه غم خوړل شوى، نن مو مذهبي کتاب غلا شوى، سبا خو مو په کوټه کې عبادتخانو ته هم خطر ور پېښېداى شي، زموږ د عبادتخانو او مذهبي کتابونو هيڅ احترام نه کېږي. "
سيکان او هندوان د بلوچستان په اکثرو سيمو کې له لسګونو کلونو راهيسې ژوند کوي، خو وايي چې په دې وروستيو کې يې ژوند، کاروبارونه او مذهبي عبادتځايونه د پخوا غوندې خوندي نه دي، وايي په وروستيو کلونو کې ګڼ شمېر هندو تجاران د وسلو په زور وتښتول شول او د پيسو په بدل کې را خوشي شول چې وايي له امله يې د سيکانو او هندوانو ځينې کورنۍ د پاکستان نورو ښارونو ته کډه شوې.
راپور: بارکوال مياخېل