په داسې حال کې چې مسکو د سوریې د حلب ښار پر یوه روغتون د روسي الوتکو د بمبارۍ تورونه رد کړي دي د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، دا بمباري عمدي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې سوریې ته د بشري مرستو د موظفې نړیوالې ډلې مشر وايي، په حلب ښار او د حمص په ځینو برخو کې وضعیت په خرابېدو دی.
متحدو ایالاتو د حلب پر یوه روغتون بمباري غندلې ده او پر روسیې یې غږ کړی چې پر ولسمشر بشارالاسد له خپل نفوذه کار واخلي او فشار پرې راوړي چې دا حملې بندې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحد ایالات په حلب کې د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې پر یوه روغتون د برید په اړه تحقیقات کوي.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یو بیان کې وویل، د روسیې پوځي الوتکو په حلب کې بمبارې نه ده کړې.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مقام هم ویلي چې له قراینو ښکاري چې دا حمله به د بشارالاسد رژیم کړې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، متحد ایالات یو ځل بیا د اسد له رژیم څخه غواړي چې دا بې رحمانه حملې بندې کړي.
په حلب کې چې د بشارالاسد د رژیم د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دی پرون په یو هوايي برید کې له شپیتو زیات کسان چې ډیری ملکي وګړي وو، ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم د ډلې مشر وویل، په سوریه کې په وروستیو دوو ورځو کې وضعیت خورا زیات خراب شوی او لا د خرابېدو په حال کې دی.
د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي یان ایګیلاند چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو د ډلې مشري کوي ویلي، که جګړې دوام وکړي نو اړو خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې مخکېنی شوی پرمختګ به هم له لاسه ووځي.
ایګیلاند په سوریه کې د روان بشري ناورین په اړه په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته څرګندونې کولې:
"په حلب او د حمص په ځینو برخو کې په تېرو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې د حالاتو د ناڅاپي خرابېدو راپور نن د سوریې د ملاتړ نړیوالې ډلې ته ورکړل شو. هیڅوک په دې کې شک نه لري چې وضعیت سخت خراب دی او په عواقبو یې هم هیڅوک نه پوهیږي. غواړم ووایم چې که میلیونونه کسان نه وي نو هغو سلګونه زره خلکو ته چې د شرایطو د ښه کېدو هیله یې درلوده، د حیاتي مرستو د رسولو لاره بنده شوې ده."
په سوریه کې د تېرو دوو میاشتو اوربند وروسته له هغه مات شو چې په ژنیو کې د سوریې د کورنۍ جګړې د ختمولو په مقصد د سولې خبرې ناکامې شوې.
متحدو ایالاتو، اروپايي ټولنې او نړیوالو مرستندویو ټولنو په سوریه کې یو ځل بیا د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کړې.