د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو چې په يمن کې د القاعده سخت دريځو پر وړاندې جګړه کوي، د مکله ښار بيرته نيولو په مقصد اته سوه سخت دريځي وژلي دي.
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس ايس پي اې په وینا، ايتلاف ويلي چې سخت دريځي له مکله څخه تښتېدلي او د يمن د ولسمشر عبد ربو منصور هادي ملاتړي ځواکونه دغه ښار ته ننوتلي دي.
مکله ښار له ۲۰۱۵میلادي کال راهيسې د القاعده تر کنټرول لاندې وو.
د ايتلاف ځواکونو چې په کې د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ځانګړي ځواکونه هم شامل دي، د اپرېل په درويشتمه په مکله ښار کې د سعودي هوايي بمباريو په ملاتړ عملیات پيل کړل او مځکني ځواکونو دغه ښار محاصره کړ.
په دغو عملیاتو کې په جنوبي ښار زنجيبار کې هم سخت دريځي په نخښه کيږي چې له ډیسمبر راهيسې د القاعده تر کنټرول لاندې دی.
د سعودي عربستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، د ايتلاف ځواکونو مکله ښار له سخت دريځو بيرته نيولی دی.
په دغو عملياتو کې تر اته سوه زيات د القاعده سخت دريځي وژل شوي.
دغه عملیات د هغو هڅو برخه دي چې د يمن د پراخو برخو د خونديتوب لپاره پيل شوي دي.
د وژل شوېو کسانو شمېر په خپلواکه توګه نه دی تاييد شوی او دا هم نه ده څرګنده چې ايا کوم ملکي تلفات شته.
په همدې حال کې د ملګروملتونو په منځګړيتوب په کوېټ کې د سولې خبرې وشوې او په نتيجه کې يې پر اوربند موافقه وشوه چې د اپرېل په يوولسمه پلې شوه خو په دې موافقه کې جهادي ډلې نه دي شاملې.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نظامي چارواکو ویلي چې د عرب ايتلاف ځواکونو په مکله کې د القاعده پر اهدافو هوايي بمبارۍ وکړې چې مځکني ځواکونو ته لار هواره کړي.
د همدې عملیاتو پرمهال ځواکونو د مينا الضبه په نامه د تيلو ترمينال هم بيرته نيولی دی.
مخکې د يکشنبې په ورځ نظامي چارواکو ويلي وو حکومت پلوه ځواکونو ريان هوايي ډګر او په مکله ښار کې د يوځي واحد يوه قومنداني هم بيرته نيولي چې شاوخوا یوکال د القاعده تر کنترول لاندې وو.
په يمن کې د عرب ټاپو وزمې القاعده د واشنګټن له خوا د دغې شبکې تر ټولو خطرناکه څانګه بلل کيږي او پر لويديځ يې پخوا خوندۍ حملې کړي دي.
تېره مياشت پر القاعده د امریکا په هوايي حملو کې ګڼ شمېر جنګيالي ووژل شول او دا دغې ډلې ته لويې ضربه بلل کيږي.
د ايتلاف ځواکونو له عدن ښاره هم سخت دريځي پر شا تمبولي او تېره اوونۍ یې د الحج مرکزي ښار حوطه هم ونيوی.
کله چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د خليج هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې سره وليدل، دوی په يمن او سوريه کې د جګړو په اړه خبرې وکړې.
د دې سفر پرمهال د ولسمشر اوباما له نږدې سلاکارانو څخه یوه بین روډز په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو څخه وغوښتل چې د کوېټ په خبرو کې په رغنده توګه برخه واخلي ځکه په یمن کې سیاسي حل به پر القاعده د تمرکز کولو زمينه برابره کړي. د سولې دغه خبرې په کوېټ کې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې.