په کراچۍ ښار کې پوليسو د عبدالرحمن سيندي په نامه يو تن له القاعده ډلې سره د تړاو په تور نيولى دى چي وايي ملګرو ملتونو يې نوم په ٢٠١٢ میلادي کال کې د القاعده ډلې د مالي ملاتړ په تور د مجازاتو په ليست کې شامل کړى وو او د القاعده ډلې له پخواني مشر اسامه بن لادن او ايمن الظواهري سره يې هم ليدلي دي.
د پاکستان په لوى صنعتي ښار کراچۍ کې پوليسو د استخباراتي مالوماتو په اساس يو تن نيولى چې وايي له القاعده ډلې سره تړاو لري.
پوليس وايي د عبدالرحمن سيندي په نامه دغه تن يې د کراچۍ ښار ناظم اباد ته څېرمه په "رضويه" سيمه کې نيولى او تومانچه يې هم ځنې تر لاسه کړې ده.
د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې پوليس وايي عبدالرحمن سيندي په پاکستان کې د القاعده ډلې مشر او د دې ډلې مالي ملاتړى وو.
ملګرو ملتونو په همدې تور د هغه نوم د ٢٠١٢میلادي کال په مارچ کې د مجازاتو په فهرست کې شامل کړى او د هغه ټولې پانګې يې کنګل کړې وې.
د کراچۍ پوليسو د لومړنيو پوښتنو ګروېږنو په اساس د عبدالرحمن سيندي له خولې ويلي چې هغه په ١٩٩٧میلادي کال کې د افغانستان په کندهار ولايت کې د القاعده ډلې له پخواني مشر اسامه بن لادن او د هغه له ځای ناستي ايمن الظواهري سره هم ليدلي دي.
عبدالرحمن سيندي چې وايي په شاه صاحب هم مشهور دى، د سيند د ميرپورخاص سيمې اوسېدونکى بلل شوى دى.
پوليس وايي ده د سعود مېمن په نامه له هغه سړي سره هم اړيکې لرلې چې له وال سټريټ ژورنال سره د کار کوونکي امريکايي خبريال ډانيل پرل په وژنه تورن وو.
ډانيل پرل په ٢٠٠٢میلادي کال کې په همدې کراچۍ ښار کې وژل شوى وو.
پوليس وايي عبدالرحمن سيندي له القاعده ډلې سره تر ملګرتيا مخکې د پاکستان له هغو مذهبي سازمانونو سره هم ملګرى پاته شوى چې پر فعاليت يې بنديز لګېدلى دى.
وايي هغه د الاختر ټرسټ خيريه ډلې، جيش محمد او حرکت الجهاد اسلامي غړى هم پاته شوى دى.
پوليسو د عبدالرحمن سيندي تر نيولو مخکې د هغه په اړه ځينې مالومات د طاهر منهاس په نامه له هغه کس څخه تر لاسه کړي چې په کراچۍ ښار کې تېر کال د اسماعيل ډلې پر بس د حملې په تور نيولى شوى دى.
طاهر منهاس منلې چې ده له عبدالرحمن سيندي د کراچۍ په ګلستان جوهر سيمه کې په يوه هوټل کې ليدلي وو او د هغه په لارښوونه افغانستان ته تللى او هلته يې وسله واله روزنه اخيستې وه.
د کراچۍ پوليسو عبدالرحمن سيندى د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه ناڅرګند ځاى ته انتقال کړى او وايي چې احتمال شته له هغه څخه نور هم ډېر مالومات تر لاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې په کراچۍ ښار کې په وروستيو کلونو کې د وسله والو فعاليتونو او بمي چاودنو په تور د پاکستاني وسله والو طالبانو د ډلې قومندانان نيول شوي دي، خو دا لومړى ځل دى چې په دې ښار کې په نړيواله کچه مشهور تن له القاعده ډلې او نورو وسله والو ډلو سره د تړاو په تور نيول کېږي.
راپور: بارکوال مياخېل