د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي باوري دی چې بلاروس به تر ۱۴۰۰ پورې سیاسي بندیان خوشې کړي


ولسمشر د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې
ولسمشر د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې

د امریکا ولسمشر وايي هغه باور لري چې بیلاروس به ډېر سیاسي بندیان خوشې کړي. د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا، تېر پنځه کاله په بیلاروس کې ۸،۵۳۲ کسان په سیاسي انګیزه له جنايي تورونو سره مخ شوي چې له ډلې یې پر ۷،۲۹۹ د سزا حکمونه هم شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې تېره میاشت یې د بیلاروس له واکمن الکساندر لوکاشینکو سره خبرو ډېر خلک حیرانه کړل ویلي چې باور لري د ختیځې اروپا دا هیواد به سلګونه سیاسي بندیان خوشې کړي.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۵) خبریالانو ته وویل باوري دی چې بیلاروس به تر ۱۴۰۰ پورې بندیان خوشې کړي او دا ممکن په نږدې راتلونکي کې پیښ شي. ټرمپ نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې هغه د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې له ولادمیرپوتین سره تر لیدنې څو ساعته مخکې د بلاروس له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.

لوکاشینکو له پوتین سره نږدې اړیکې لري.

د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکو

ټرمپ په هغه وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې لوکاشینکو د "ډیر درناوي وړ ولسمشر" په توګه تشریح کړ، او لیکلي یې وو چې د هغه خبرې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو په اړه متمرکزې وې.

د لوکاشینکو لپاره، چې له اوږدې مودې راهیسې د لویدیځ لخوا د یو دیکتاتور او د پوتین د کلک متحد په توګه تر نیوکې لاندې دی او منزوي شوی، د ټرمپ زنګ د ډیپلوماتیک پرمختګ نښه بلل کېږي.

د اروپا-اتلانټیک چارو د جلاوطنې ادارې مشر والیري کاوالووسکي په وینا، د سیاسي بندیانو په اړه د ټرمپ ټینګار په ژوره توګه سمبولیک و.

کاوالووسکي ازادي راډیو ته وویل چې ټرمپ د سیاسي بندیانو د خوشې کولو بشري مسله د خپل پیغام په سر کې ځای په ځای کړه، او دا یې روښانه کړه چې بشري خبرې د مینسک او واشنګټن دواړو لپاره اسانه دي. ځکه چې د کاوالووسکي په وینا، دوی د جیوپولیتیک یا په اوکراین کې د جګړې په څیر ستونزمنو مسلو څخه ډډه کوي.

د ډیسډنټ بي سازمان غړې مرینا کاسینراوا، چې د سیاسي بندیانو ملاتړ کوي، وايي په بیلاروس کې د سیاسي بندیانو دقیق شمیر نامعلوم دی.

مګر د بیلاروس د بشري حقونو مرکز ویاسنا ویلي چې دوی د سپتمبر تر ۶مې پورې په بیلاروس کې ۱۱۹۷ سیاسي بندیان ثبت کړي دي.

بلاروس کي یو نیول شوی سیاسي مخالف
بلاروس کي یو نیول شوی سیاسي مخالف

مرکز دا هم وویل چې ډیری دا اشخاص د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په جریان او وروسته د پیښو په تړاو په سیاسي انګیزو سره په جرمونو تورن او تعقیب شوي.

ویاسنا راپور ورکړی، په تیرو پنځو کلونو کې، په بیلاروس کې ۸،۵۳۲ کسان د سیاسي انګیزو له مخې جرمي تورونو سره مخ شوي، چې له دې جملې څخه ۷،۲۹۹ کسان محکوم شوي دي.

د بشري حقونو مدافعین وايي چې د سلګونو سیاسي بندیانو له خوشې کولو به په کلکه هرکلی وکړي، مګر ټینګار کوي تر هغه چې په بیلاروس کې زور زیاتی ونه دریږي، دا ډول کار به تر ډېر یو تاکتیکي چل وي تر سیستماتیک بدلونه

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG