د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۷

د بروکسل یوه مېنه څنګه د ترورېزم د ګواښ یوه منبع شوه؟


نړېوالو یو کال مخکې د بروکسل مولنبیک مېنه دومره نه پیژندله، خو په نوومبر میاشتې کې د پاریس تر بریدونو او په بروکسل کې د سې شنبې تر انتحاري چاودنو وروسته دغه نوم په اروپا کې مشهور شو او مولنبیک د کورني ترورېزم د ودې ځاله وګڼل شوه.

د پاریس او بروکسل د بریدونو د عاملانو پل چې واخیستل شو مخامخ د مولنبیک زړې مېنې ته ورسیده.

دغه مېنه د ښار له منځه څو دقیقې واټن لري او شاوخوا ۹۵ زره کسان په کې اوسي.

د پاریس د بریدونو لږترلږه درې مشکوک عاملان د دغې مېنې خلک دي او د بریدونو طراح صلاح عبدالسلام چې یوه اوونۍ مخکې ونیول شو څو میاشتې هلته پټ اوسیده.

دغه د خالد او ابراهیم بکراوي په نامه دوه وروڼه چې په بروکسل کې یې وروستي انتحاري چاودنې ترسره کړې هم صلاح عبدالسلام او دمولنبیک شبکې سره ارتباط لري.

خو پوښتنه دا ده چې مولنیبک ولې په اروپا کې د مسلمانو افراطیانو په مرکز بدل شوی او د افراطیت په وړاندې مبارزې کې کوم درسونه تراخیستل کیدای شي؟

سره له دې چې مولنبیک د بروکسل د منځنۍ عصري او نوې برخې څخه د څو دقیقو په واټن کې پرته مېنه ده خو دغه سیمه زاړه او ارزان کورونه لري چې له لسګونو کلونه راهیسې یې خصوصاً د شمالي افریقا کډوال ځانته جذب کړي.

د مولنبیک د ځینو برخو په سلو کې اتیا اوسیدونکي مسلمانان دي، د عامې بې کاري میزان په کې په سلو کې اتیا دی چې په سلو کې څلویښت ځوانان یې بې کاره دي.

د کډوالو پخوانیو نسلونو ته د موټر جوړولو په فابریکو او د سکرو د ډبرو په کانونو کې داسې کارونه پیدا کیدل چې دومره لوی مهارت یې نه غوښته خو وروسته تردې چې بلجیم په وروستیو کلونو کې د صنعتي اقتصاد څخه داسې یو اقتصاد ته مخه کړه چې په خدماتو ولاړ دی د کډوالو د بچیانو لپاره د کار چندان فرصتونه پاته نه شول.

د بلال بن یعیش په نامه یو بلژیکي چې د افراطیت او ترورېزم په هکله یې لیکنې کړي د پاریس تر بریدونو وروسته د فارن پالیسې مجلې ته وویل:

،، نه فابریکې شته نه کارونه خو یواځې د هغو کسانو لپاره کار شته چې په فرانسوي او هالنډي خبرې کولای شي یا د پوهنتون شهادتنامې ولري. شپېته په سلو کې هغه ځوانان چې اسلامي ریښې لري نه شهادتنامې لري او نه په هالنډي پوهیږي.،،

بلال بن یعیش په تیرې نومبر میاشتې کې الجزیرې ته ویلي چې د مولنبیک د منزوي کیدو یوعلت دا هم دی چې بلجیم په ۱۹۷۰ کلونو کې چې کله سعودي عربستان سره د تیلو د واردولو د ښو قراردادونو د ترلاسه کولو زیار کاوه د خلیج په عربي هېوادونو کې روزل شوېو ملایانو ته یې اجازه ورکړه چې د بروکسل په جوماتونو کې خلکو ته لارښوونې وکړي.

بن یعیش ویلي چې دغو سلفي ملایانو د اسلام داسې یوه افراطي بڼه خلکو ته تبلیغ کړه چې د شمالي افریقا کې خلک ورسره بلد نه وو خو په هغو مایوسه شوېو ځوانانو یې چې بلژیکي ټولنه کې یې د اندماج توان نه درلوده تاثیر وکړ.

بن یعیش زیاتوي چې دغو سلفي ملایانو په بلجیم کې د زیږیدلیو ځوانو مسلمانانو په څو نسلونو باندې لوی تاثیر په ځای پریښوده .

د دغه نظر ثبوت د پاریس او بروکسل په بریدونو کې چې مسئولیت یي د اسلامی دولت افراطِي ډلې په غاړه واخیست لیدل کیږي .

رپوټونه وايي، دغه افراطي سلفي ډله په مولنبیک او د بلجیم په نورو ځایونو کې د جلب وجذب ډیر زیارونه کوي.

نسبت نورو اروپایی هېوادونو ته د بلجیم څخه ډیر کسان سوریې ته د جنګ لپاره تللي دي.

به بروکسل کې د ایګمونت د مطالعاتو مرکز وايي، د بلجیم درې سوه کسان په عراق او سوریه کې دي.

د مولنبیک څخه دا درس هم اخیستل کیږي چې افراطي اسلام په ځانګړې توګه هغو کسانو باندې ډیر تاثیر کوي چې له ټولنې بیل پاته شوي وي او جرمي سابقه ولري.

د بلجیم لوی سارنوال فریدریک وان لوویه د چهارشنبې په ورځ وویل چې دواړو بکراوي وروڼو د غیر تروریستي جرایمو یوه درنه دوسیه هم درلوده .

د پاریس د بریدونو طراح صلاح عبدالسلام په مولنبیک کې یوه شرابخانه درلوده چې د مخدرو موادو دکاروبار له امله وتړل شوه.

لیو نییلز، په بروکسل کې دای تینرا دانسټیټیوټ د مطالعاتو د مرکز مدیر وايي، د دغه ښار په تور بازار کې وسله هم پریمانه پیدا کیږي:

"په تیرو پنځو تر لسو کلونو کې، واقعیت دا دی چې بروکسل د غیر قانوني وسلې او مهماتو په لوی تور بازار مشهور شوی دی.د هغو تروریستو جنګیالو لپاره چې د بریدونو نیت ولري ډیره آسانه ده چې خپله لار پیدا کړي."

کله چې تروریستان د جنایی جرمونو ډلو سره ارتباط ولري نو دوی په دیره آسانی دهغوی په منځ کې چې پولیس یې تروریستان نه ګڼي ځان پټولی شي.

XS
SM
MD
LG