د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۲

د بروکسل یو حمله کوونکی له ترکيي په زوره ایستل شوی و


وروسته تردې چې د بروکسل د سې شنبې د ورځې د ترورستي بریدونو درې واړه برید کوونکي وپیژندل شول، د ترکیې ولسمشر وویل چې په دوی کې یو تن تېرکال اوړی په ترکیې کې نیول شوی و او بلجیم ته استول شوی و.

رجب طیب اردوغان وویل، بلجیمي چارواکو د یوه مشکوک تروریست په اړه د دوی ګواښ ته پاملرنه نه وه کړې.

اردوغان یوې خبري غونډې ته وویل، بکراوي تېرکال د جون په میاشت کې له سوریې سره نژدې پر پوله ونیول شو او بیا هالنډ ته واستول شو:

"د بروکسل د برید کوونکو یو تن د ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کې په غازیان تپه کې ونیول شو او له هېواده وایستل شو. موږ د هغهَ د نیولو راپور د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې بلجیمي چارواکو ته ورکړ او سړی مو واستاوه."

د ترکیې ولسمشر تیره ورځ په خبرې غونډه کې د بکراوي نوم یاد کړ خو دا یې ونه ویل چې دی خالد بکراوی دی که ابراهیم بکراوي. خو وروسته د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل چې دا سړی ابراهیم بکراوي و.

د ترکیې ولسمشر وایي، موږ بلجیم ته خبرداری ورکړی و چې دا سړی یو بهرنی جګړه مار دی، خو بروکسل دې خبرداری ته پام ونه کړ.

په بروکسل کې د بلجیم د فدرالي ادارې څارنوال فریدریک وان لیو وایي، ابراهیم بکراوي د مارچ د ۲۲ نېټې تر بریدونو مخکې خپل وصیت په کمپیوټر کې ایښی و، خو څارنوال وان لیو په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

د وان لیو په وینا دواړه برید کوونکي، ابراهیم او خالد په بلجیم کې زیږیدلي وو:

"ځان مرګی د ګوتې د نښې له مخې وپیژندل شو، دی خالد بکراوی د ابراهیم ورور دی چې د ۱۹۸۹ کال د جنوري په دولسمه زیږیدلی او د بلجیم تابعت لري. دواړه تروریستان وژل شوي، دوی له تروریزم سره په ارتباط د جرمونو ستره سابقه لرله."

په بروکسل کې د سې شنبې د ورځې په دريېو چاودنو کې ۳۱ کسان ووژل شول او تر ۲۷۰ ډیر ټپیان شول.

دوه چاودنې چې یوه یې ځان وژونکې وه د بروکسل په نړېوال هوایي ډګر کې وشوې، دریمه چاودنه د بروکسل تر مځکې لاندې د اورګاډي په تمځي کې وشوه.

تر اوسه دریم مشکوک ترورست ورک دی او د بلجیم او اروپایي ټولنې پولیس د هغه د موندلو لټه کوي.

د بلجیم رسنۍ دغه مشکوک ترورست د نجم العشراوي په نوم یادوي چې عکس یې د هوایي ډګر امنیتي کمرو اخیستی دی.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG