د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

بلجیم: زموږ مطلوب کس نجم ال شهراوي نه دی


نجم ال شهراوي
نجم ال شهراوي

د بلجیم رسنیو ویلي هغه درېیم نیول شوی کس چې ویل کیدل د پولیسو تر تعقیب لاندې نجم ال شهراوي به وي، د دوی مطلوب کس نه دی.

وړاندې د بلجیم رسنیو ویلي وو چې نجم ال شهراوي د ځانګړو ځواکونو له خوا د بروکسل په Anderlecht.اندرلیخت نومې سیمه کې نیول شوی دی.

بلجیمي رسنیو هغه راپورونه نوي کړي چې ویلي یې وو، د پولیسو تر تعقیب لاندې کس نجم الشهراوي په پلازمینه بروکسل کې نیول شوی دی.

دغو رسنیو په خپلو تازه راپورونو کې ویلي چې درېیم کس نیول شوی، هغه نجیم الشهراوي نه دی.

ال شهراوي له وړاندې د پاریس په بریدونو کې د لاس لرلو په تور د پولیسو ترتعقیب لاندې دی.

د هغه د ډي ان اې نښې تقریبا په ټولو هغو کمربندونو کې موندل شوي چې د پاریس په بریدونو کې کارول شوي وه.

تردې وړاندې د بلجیم رسنیو نن چهارشنبې په بروکسل کې د پرونیو پېښو دوه عاملین ځانمرګي برید کوونکي او ورونه بللي چې یو یې خالد او بل ابراهیم البکراوي نومیدل.

دغو دواړو وروڼو جنایې دوسیې درلودې، خو وړاندې یې له اسلامپالو تندلارو سره د تړاو په اړه څه نه وو ویل شوي.

د راپورونو له مخې له دوو وروڼو څخه یوه په بدل نامه په بروکسل کې اپارتمان کرايه کړی وو.په دغه سيمه کې پوليسو په يوه نښته کې تېره اوونۍ یو وسله وال کس وژلی وو.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له پرونیو بمي چاودنو وروسته په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.

د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار د مېټرو په یوه تم ځای کې په درېیو چاودنو کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زیات ټپیان شول.

دغه بریدونه څلور ورځې وروسته له هغې کېږي چې د پاریس د حملو یو اصلي تورن صلاح عبدالسلام په بروکسل کې ونیول شو.

ټاکل شوې چې هغه به نن یوې ابتدایي محکمې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG