د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

د بلجیم بریدونه به په اروپا کې د کډوالو پر ژوند څه اغېز ولري؟


د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې بریدونه د پنځو میاشتو څخه په کمه موده کې په اروپايي ټولنه کې دویم وار لوی تروریستي بریدونه دي.

تر دې مخکې په پاریس کې ورته بریدونه شوي وو.

بلجیم، فرانسه، جرمني او نور اروپايي هېوادونه د ګڼو مسلمانانو او په دې ډله کې د افغانانو کوربانه هم دي.

دا ډول بریدونه په اروپا کې د مېشتو افغانانو او د نورو اسلامي هېوادونو څخه د راغلو کډوالو پر ژوند څه اغېز لري او دوی یې په اړه څه وايي؟

قیس شینواری په بلجیم کې مېشت افغان دی، نوموړی وايي، سهار مهال بروکسل ته نږدې په اورګاډي کې کار ته روان وو چې له بريدونو خبر شو.

نوموړی وايي، لومړني څه یې چې ذهن ته ورغلل هغه یې د خپلو ماشومانو د خوندیتوب اندېښنه وه چې په همدې وخت کې ښوونځي ته تلل.

نوموړي وویل بروکسل یو داسې ښار دی چې اوسېدونکې یې د افغانانو په شمول بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي دي:

"بلجیم یو داسې هېواد دی چې د نورو اروپايي هېوادونو په مقایسه په کې د مسلمانانو شمېر زیات دی، په ځانګړی توګه بروکسل کې، دا ډول پېښې د افغانانو په شمول د ټولو مهاجرو په ژوند ناوړه اغېزې کوي."

د کابل پوهنتون استاد محمد تنها چې په جرمني کې د دکتورا زده کړې کوي، وویل د خلکو چلند د اروپايي ټولنې په بېلا بېلو برخو کې ان د پاریس د بریدونو را وروسته د مسلمانانو په وړاندې بدل شوی او ډېر دوستانه نه دی:

"که څه هم اروپا کې د قانون حاکمیت د دې سبب شوی چې څوک په څرګنده درسره تبعیض نه شي کولی، خو عام ذهنیت دا دی چې دا خلک اوس تا جدي نه نیسي او دا احساس درکوي چې ته دلته نابللې میلمه یې، متاسفانه دا اغېزې د هغو افغان او د نورو هېوادونو د کډوالو لپاره ډېرې بدې دي چې نوي اروپا ته راغلي او غواړي د لته د کډوالو په توګه ومنل شي."

ښاغلی تنها وايي، اروپايي ټولنه په ځانګړې توګه جرمني، بلجیم، فرانسه او بریتانیا کې میلیونونه مسلمانان او له دې جملې افغانان اوسې چې دا ډول پېښې په دې ټولنو کې د دوی ژوند او کار له ستونزو سره مخ کوي.

افغان شاعر او لیکوال جلال امرخېل چې په بلجیم کې اوسي هم راته وویل چې دا ډول تروریستي پېښې په بروکسل چې د بېلابېلو هېوادونو او دینونو وګړي په کې اوسېږي د غندلو دي.

نوموړي یې په بلجیم کې پر مېشتو مسلمانانو په ځانګړې توګه پر افغانانو د اغېز په اړه راته وویل:

"د فرانسې له بریدونو وروسته هم دلته له مېشتو بهرنیانو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو څخه د راغلو خلکو سره ډېره اندېښنه وه، خو پر دلته مېشو خلکو یې اغېزې هومره پراخې نه وې څومره چې یې فکر کېده، ځکه دا خلک لوستي خلک دی او په دې پوهېږي چې ښه او بد خلک په هره ټولنه کې شته."

خو استاد محمد تنها وايي، دلته د قوانینو له مخې څوک له چا سره په څرګنده د تبعیض اجازه نه لري، خو دا ډول بریدونه چې د اسلام په نوم یې یوه ډله کسان ترسره کوي د عامو اروپایانو عامه ذهنیت د هغو کډوالو په اړه له یوې ورځې بلې ته خرابوي چې د اسلامي هېوادونو څخه دلته راغلي دي.

د ښاغلي تنها وینا دا ممکنه ده چې په یوشمېر هېوادونو کې هغه ګوندونه په عامه انتخاباتو کې واک تر لاسه کړي چې اروپا ته له اسلامي هېوادونو څخه د ورغلو کډوالو یا په مجموع کې د کډوالو مخالف دي او په اړه یې ښه نظر نه لري.

XS
SM
MD
LG