د ناټو یوه لوړ پوړي قومندان ویلي چې روسیه او سوریه د کډوالو کړکیچ د لویدیځ پرضد د یوې وسیلې په توګه کاروی.
د امریکا د هوایي ځواکونو جنرال فیلیپ بریدلوف ویلي چې له جګړه ځپلي سوریې څخه د سلګونه زرو کډوالو شمېر په اروپا کې بې ثباتي رامنځته کړې ده او مسکو له دې ګټه اخلي.مسکو دا تورونه ردوي.
د ناټو یو لوړ پوړی قومندان وایي، روسیه او د سوریي د ولسمشر بشارالاسد رژیم دواړه په قصدي ډول د کډوالۍ له بحرانه د یوې داسې وسیلي په توګه کار اخلي چې وکولای شي اروپایي بنسټونه ګډوډ او د لویدیځ عزم مات کړي.
د امریکا د هوایي ځواکونو جنرال فیلیپ بریدلوف چې د ۲۸ هېوادونو د پوځي ایتلاف مشري کوي، دغه څرګندونې پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته کړي دي.
ده ویلي چې له جګړه ځپلي سوریې څخه اروپا ته د لسګونه زرو کډوالو ورتګ له بالکانه نیولې تر سکانډنیاوي هېوادونو پورې په اروپا کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
جنرال بریدلوف ویلي چې مسکو او دمشق په قصدي ډول د سوریې د وګړو بې ځایه کیدو ته لمن وهي.
دی وایي روسیه او د سوریې رژیم د همدې هدف لپاره تر ډیره په عام میشتو سیمو کې له هوایي بریدونو او لویو بمونوڅخه کار اخلي.
دی وایي، دغه اقدام پر اروپایي هېوادونو د پام وړ فشار راوړی دی.
د روسیې مرستیال صدراعظم ډیمېټري روګوزین نن پرخپله فیسبوک پاڼه د جنرال بریدلوف دا تورونه رد کړه او لیکلي یې دي چې:
"د افغانانو پر ودونو د بمبارېو متخصصین موږ په غیر دقیقو بمبارېو تورنوي."
بریدلوف دا هم ویلي چې د دغو کډوالو په منځ کې داسې جنایتکاران او تروریستان هم تېریدلای شي چې کیدای شي ځیني یې په سوریې کې روزل شوي اروپاییان وي او ښایې په لویدیځ کې د بریدونو نیت ولري.
امریکایې جنرال د اسلامي دولت ډلې ته په اشارې وایي چې دا ډله د کډوالو په منځ کې د یوې سرطاني غدې په توګه خپریږي او د دې لاري څخه په ګټه اخستلو سره اروپایې هېوادونه ګواښي.
د تروریستانو له خوا پرخطرونو سربیره، بریدلوف خبرداری ورکوي چې د ډیر شمېرکډوالو په برخه کې مخالفتونه کیدای شي په اروپا کې د ملت پالو ترمنځ هم شخړې راپورته کړي.
بریدلوف د پنټاګون پر لوړ پوړو چارواکو په بیا-بیا ټینګار وکړ چې په خپله د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې د روسیې له خوا زیاتیدونکی ګواښ وارزوي.
امریکایي جنرال د روسیې د هغو هڅو یادونه هم کړې چې پر خپلو ګاونډیو هېوادونو یې د نفوذ لرلو لپاره کوي او د همدې هدف لپاره له پوځي ځواکه کار اخلي.
ده د اوکرایین، ګرجستان او مالدافیا هېوادونه د بیلګې په ډول یاد کړي او زیاتوي چې تیره اوونۍ په کیف کې د امریکا سفیر د اوکرایین په ختیځ کې چې حکومت له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو سره جنګیږي، د ۴۵۰ بریدونو راپورونه ترلاسه کړي دي.
بریدلوف په واشنګټن کې د هغې بودجې د ډیریدو د وړاندیز ملاتړ کوي چې په اروپا کې د روسیې د ګواښونو سره د مبارزې لپاره امریکایې ځواکونو ته ځانګړي شوي دي.