د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

مرهون: د کتاب ویلو فرهنګ دې نورو ته له ماشومتوبه دود شي


په افغانستان کې د ماشوم ادبیات هغه موضوع ده چې لږه توجه ورته شوې او له دې کار سره، له فولکلوریکو کېسو سره مینه هم کمه شوې ده.

خو له دې سره سره په دې وروستیو کې د کابل پوهنتونو یوه استاد هڅه کړې او ماشومانو ته يې د فولکلوریکو کېسو په لسګونو کتابونه چاپ کړي دي.

د کوترې او میږي کېسه د ماشوم په ادبیاتو مشهوره ده چې افغان ماشومان يې په اوردیدو خوښیږي.

که څه هم د تیرو کېسو اوریدل کم شوي خو ځیني ماشومان اوس هم دغو کېسو پسې کتابونه سپړي.

په دې وروستیو کې د کتاب د مطالعې د فرهنګ د پراخولو لپاره ځیني تصویري کتابونه چاپ شوي دي.

د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون یو له هغو لیکوالو دی چې په پښتو ژبه یې د ماشوم د ادبیاتو اوه تصویر لرونکي کتابونه چاپ او اته دیرش یې، له نورو ژبو ژباړلي او هغه یې هم چاپ کړي دي.

ښاغلي مرهون ازادي رادیو ته وویل، د کتاب ویلو فرهنګ باید نورو ته له ماشومتوبه دود شي:

"د ماشوم د ادبیاتو فرهنګ کمرنګه شوی، خو موږهڅې کوو، بیرته یې ژوندی کړو. د پښتو ژبې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې په یوه میاشت کې په یو وار پنځه څلویشت کتابونه چاپ شول، ډیره یې ترجمه او لږ يې موږ لیکلي دي، مخکې موږ هم د کوچنیانو لپاره ۱۰کتابونه چاپ کړي او وړیا مو ویشلي وو. په دې برخه کې کار ته ادامه ورکوو. یو دایره المعارف چې پنځه پنځوس زره ټوکه دی هغه به هم چاپ کړو."

د ماشوم ادبیات د امان اله د حکومت په موده کې، په مطبوعاتو کې ورګډ شول او سراج الاطفال لومړۍ خپرونه وه چې چاپ شوه.

له هغې وروسته په هېواد کې سیاسي او ټولنیزبدلونه د ماشوم پرادبیاتو بې اغیزې نه وو او دې فرهنګ له حالاتو سره سم یې کله پرمختګ او کله په شاتګ کړی دی.

د ماشوم د ادبیاتو په معاصره دوره کې ځینو لیکوالو بیا هڅې پیل کړې او پر موضوع یې ځیني کتابونه ولیکل.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په وروستیو کلونو د جنګونو له امله دې برخې ته پام کم شوی خو بیا هم اوس مهال د ماشوم ملاتړه موسسه او د ماشوم د ادبیاتو کور هڅې پیل کړي چې په دې برخه کې کار وکړي.

د دې وزارت ویاند هارون حکېمي ازادي رادیو ته وویل، حکومت په دې برخه کې یو کمېسیون ګمارلی چې لیکوالان وهڅوي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"جنګونو د ماشوم پر ادبیاتو اثر کړی خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو کمېسیون له لارې لیکوال هڅوي چې ماشوم ته یې ولیکي. د لیکوالو د کار نتیجي بررسي کېږي او د جایزو لومړۍ، دوهمه او دریمه درجه ورته په پام کې نیول شوي ده."

ځیني میندې په دې باور دې چې مناسبې فولکلوریکې کېسې د ماشوم پر سالمې ذهني او فزیکې ودې ښه اثر کوي.

د لیلا په نامه یوې میرمن په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د اته اولادونو مور یم، کله چې برښنا نه وي، د صندلۍ لاندې کېنو، ماشومانو ته ځیني کېسې وايو، لکه بزک چېني، سیمرغ، د پاچا لور او داسې نورې، ځکه چې له سریالانو څه نه ترلاسه کوي."

سربېره پر دې ځیني نور بنسټونه هم شته چې د ماشوم د ادبیاتو لپاره هڅې کوي، له دې جملې نه یوه د کابل عام کتابتون دی چې د ماشوم د ادبیاتو په ځانګړي تالار کې یې شا وخوا یو زره پنځه سوه کتابونه مو جود دي.

د دې کتابتون رييس دواخان مینه پال وايي:

"د ماشوم د ادبیاتو لپاره مو په دې وروستیو کې یو ځانګړی تالار جوړ کړ چې اوس مهال په کې د ماشوم د ژوند اړوند یو زر او پنځه سوه کتابونه ايښودل شوی دي. ماشومان راځي او لولي یې."

ځیني ماشومان وايي، د کېسو له کتابونو سره مینه لري.

دوې هیله کوي چې دې ډول کتابونو ته لاسرسی ولري.

د یوه ښوونځي زده کوونکو خلیل او زهرې ازادي رادیو ته وویل:

"- هغه کتابونه چې رسمونه ولري خوښیږي مو او ښه رنګونه ولري او واضح واضح لېکل شوي وي.

- د کېسو کتابونه مې خوښیږي چې ښه رنګ امیزې شوی او رسمونه ولري."

په عین وخت کې د ماشوم د ادبیاتو د پراختیا لپاره د یو بل بنسټ مرستیاله نګین رها وايي، د ماشوم ادبیاتو ته ډیره لږه پاملرنه کېږي او پکار ده چې حکومت ددغه فرهنګ ژوندي ساتلو ته هڅې وکړي.

د افغانستان خلک وايي، باید له لومړي سره په دې فکر کې اوسو چې په ماشومانو کې مطالعه په کوچنیوالي کې دود کړو.

د ماشوم د ادبیاتو د رواجولو لپاره هڅې په داسې حال کې کېږي چې خلک وايي، د معلوماتي تکنالوژۍ پرمختګ او تلویزیونونو، د ماشومانو پام ور اړولی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG