د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

د سوریې د سولې خبرې د ځینو اختلافاتو له امله په ټپه درېدلي


د سوریې د سولې خبرې په دغه کړکېچ کې د ښکیلو هېوادونو د اختلافاتو له امله په ټپه درېدلې دي.

د ترکیې صدراعظم په سوریه کې د شخړو د هواري په مقصد کېدونکو خبرو کې د سوریې د کوردانو د وسله والې ډلې له ګډون سره په کلکه مخالفت څرګند کړ.

داود اوغلو دا څرګندونې نن په پارلمان کې د خپل واکمن ګوند وکیلانو ته په وینا کې وکړې.

ترکیه دغه ګوند او پوځي څانګه یې د کردستان د کارګرانو د ګوند "پي. کې. کې" چې د انقرې پرضد وسله والو مبارزه مخ ته وړي؛ یوه څانګه بولي.

د ډیموکراټیک اتحاد ګوند په نوم د سوریې د کوردانو ډله چې په سیمه کې د اسلامي دولت او نورو سخت دریځو ډلو پر وړاندې جنګېږي؛ د سوریې د خاورې په زیاته برخه کنټرول لري.

ټاکل شوې وه چې د ملګروملتونو په منځګړیتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ په جینواکې پیل شي خو تراوسه په دغو خبرو کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه خبرې ځنډېدلي او دا هم نه ده معلومه چې کله به ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د جنوبي اسیا څو هېوادونو ته په سفرتللی پرون یې له لاوس څخه د کتنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې په ۲۴ تر۴۸ ساعتونو کې دا روښانه شي چې ایا د سوریې د سولې خبرې ترسره کېدلای شي او کنه؟

جان کري دغه راز وویل، دی د سوریې لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا سره موافق دی چې د خبرو لپاره بلن لیکونه باید ترهغو پورې وانه ستول شي چې ټول تیاری بشپړ شوی نه وي.

روسیه او ایران په دې اړه چې په کېدونکو خبرو کې د سوریې د اپوزیسیون په استازیتوب کومې ډلې برخه واخلي؛ اختلاف لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم په کېدونکو خبرو کې د سوریې د کورد وسله والې ډلې پرګډون ټینګار وکړ او ویې ویل د دغې یا نورو ډلو چې د سوریې د کړکېچ د هواری په هڅو کې مهم رول لوبولی شي؛ ګډون په کېدونکو خبرو کې مهم دی.

سرګې لاوروف په مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د ملګروملتونو په پرېکړه لیکونو کې هم په دې خبرې ټینګارشوی چې د غه بحران هله هوارېدلی شي چې د کړکېچ مهمې ښکیلې خواوې په هراړخیزو خبرو کې برخه واخلي.

هغه وویل، دا مسئله چې د غه ډله د سوریې د ولسمشربشارالاسد د رژیم په وړاندې نه جنګېږي د دې پلمه ونه ګرځي چې په احتمالي خبرو کې له ګډونه منع شي. د هغه په وینا، د سوریې کوردان د دې د هېواد د نفوسو په سلو کې پنځلس برخه دي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې شخړې پیل شوي؛ شاوخوا دونیم لکه کسان وژل شوي او یوولس میلیونه وګړي هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG