د چين ولسمشر تهران ته د يوه کاري سفر پر مهال له ايراني چارواکو سره پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې وکړې.
د چين ولسمشر شي جين پينګ د شنبې په ورځ ايران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني او وروسته مذهبي مشر ايت اله علي خامنه یي سره په تهران کې وکتل.
شي جين پينګ تر دغو کتنو وروسته له خپل ايراني سيال حسين روحاني په يوه ګډ کنفرانس کې وويل:
”موږ تصميم ونيوه چې خپلې دوه اړخيزې اړيکې په ستراتيژيکو اړيکو واړوو. هغه موضوع چې موږ سره تړي دا ده چې دواړه لوري بايد له فرصت نه په استفادې په بېلابېلو برخو کې راکړه ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اعتماد زيات کړي. ځکه لا هم زموږ دوه اړخيزو ګټو ته په پام سره ځينې کليدي مسايل شته. موږ بايد هغه مسايل تقويه کړو“
د ايران ولسمشر حسن روحاني په دغه ګډ کنفرانس کې وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي مرستو هم خبرې وشوې.
دغه وويل، د ټروريزم په وړاندې مبارزه او په سيمه کې د افراطيت موجويت هغه مسايل وو، چې د دواړو هېوادونو مشرانو ورباندې خبرې وکړې: ٢٣١٣
”د ټروريزم موضوع د افراطيت او تاوتريخوالي په وړاندې مبارزه، د هغو اختلافاتو په وړاندې مبارزه چې سيمه يې نيولې، په دوه اړخيزو خبرو کې د تاکيد يو مورد و“
د چين له ولسمشر سره په دې سفر کې د دغه هېواد د کابينې شپږ وزيران ملګري دي.
تر ٢٠١٤م کاله پورې د چين او ايران ترمنځ سوداګري د ٥٢ مليارد ډالرو په اندازه ثابته پاتې وه، خو په ٢٠١٥م کال کې د تېلو د بيو د ټيټېدو له کبله دغه رقم راکم شوى دى.