د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په هوايي برخه کې زیات وسایل او تجهیزات له سره ورغول شي.
د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي د یکشنبې د کابل د ملي اردو د تعلیمي مرکزه د شاوخوا ۱۴ سوه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې چې دغه پروګرام د هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې ګټور دی.
په ورته وخت کې افغان کارپوهان د دفاع وزارت د اقدام ستایي، خو په کمه موده کې د دغه پروګرام د پلي کیدلو په اړه اندیښنه ښکاره کوي.
زموږ همکار ابراهیم صافي راپور اوروي: