د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد د ٣٤ هېوادونو ګډ پوځي ايتلاف په لړ کې سعودي او يا هم کوم بل هېواد ته خپل ځمکني پوځيان نه ورلېږي.
نوموړي همداراز ټينګار کړى چې سعودي عربستان ترې لا په دغه ٣٤هېواديز ایتلاف کې د ګډون لپاره د پوځ د ورلېږلو غوښتنه نه ده کړې.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ د بهرنيو چارو سلاکار دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د قامي اسمبلۍ د بهرنيو چارو قایمه کمېټې ته د ان کېمره معلوماتو ورکولو پر مهال کړي دي.
ښاغلي عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې تېره اوونۍ د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير او د دې هېواد د دفاع وزير محمد بن سلمان د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره پر ځينو مهمو مساېلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و.
عزيز اسلام اباد ته د دغو جګپوړو سعودي چارواکو د سفر په اړه د قامي اسمبلۍ د بهرنيو چارو قاېمه کمېټې ته ويلي چې پاکستان او سعودي عربستان په ډېرو معاملاتو خبرې کړي دي.
ښاغلي عزيز همداراز د ترهګرۍ په ضد د سعودي عربستان په مشرۍ په جوړ شوي ٣٤ هېواديز ایتلاف کې د پاکستان د رول په اړه ويلي:
"پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوي دې ایتلاف ته ځمکني پوځيان نه ورلېږي، بلکې له دې اېتلاف سره به يواځې تخنيکي او استخباراتي مرسته کوي."
د سعودي عربستان جګپوړو چارواکو په داسې حال کې اسلام اباد ته مخه کړې چې په دې وروستيو کې د رياض او تهران اړيکي ترينګلي شوي او د دواړو سفارتي تعلقات هم ځنډېدلي دي.
دا تعلقات تر هغې وروسته ترينګلي شول چې سعودي عربستان په دې هېواد کې يو شيعه عالم نمر النمر اعدام کړ چې په نتيجه کې يې په ايران کې د خلکو غوسه راوپارېده او په تهران کې يې د سعودي پر ضد مظاهره کې د دې هېواد پر سفارت بريد وکړ.
د بهرنيو چارو سلاکار همداراز يو ځل بيا ويلي، پاکستان تيار دى چې د تهران او رياض ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په راکمولو کې خپل رول ولوبوي.
که څه هم پاکستان وايي چې د ترهګرۍ ضد اېتلاف ته پوځيان نه ورلېږي، خو سياسي و پوځي مشرانو يې د عربستان چارواکو ته ډاډ ورکړى چې د دې هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به پاکستان د دوى ترڅنګ ولاړ وي.
له بلې خوا صدراعظم نواز شريف د ترهګرۍ په ضد د سعودي په مشرۍ د دغه ایتلاف هرکلى کړى او د بهرنيو چارو وزارت يې بيا د ترهګرۍ په ضد هر ډول سيمه ييزو او نړېوالو ایتلافونو د ملاتړ اعلان کړى.
د يادونې وړ ده چې سعودي عربستان د ترهګرۍ په ضد د ٣٤ اسلامي هېوادونو ګډ پوځي ایتلاف کې ايران، شام او عراق نه دي شامل کړي.
راپور: ذبيح مومند