د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۳

چین له ایران او عربستانه غواړي چې له زغمه کار واخلي


د چين د بهرنیو چارو مرستيال وزير "ژانګ مېنګ"
د چين د بهرنیو چارو مرستيال وزير "ژانګ مېنګ"

چين له ايران او سعودي عربستان څخه د زغم غوښتنه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ په دوو جلا اعلاميو کې د چين د بهرنیو چارو وزات ويلي چې د بهرنيو چارو مرستيال وزير "ژانګ مينګ" د سعودي عربستان او ايران له چارواکو سره د خپل سفر پر مهال لیدلي دي.

په سعودي عربستان کې ژانګ د دغه هېواد او تهران تر منځ د وضعيت په اړه خبرې وکړې او ویې ويل چې هيله من دی ښکېل لوري به له آرامۍ او زغم څخه کار واخلي او د مذاکراتو او مشورو له لارې به ستونزو ته حل راوباسي.

په ايران کې ژانګ خپل پيغام تکرار کړ او زیاته یې کړه چې چين هله لري په سیمه کې به سوله او ثبات ټينګ شي.

دواړو سعودي عربستان او ايران د اعلامیو په خپرولو سره په سيمه کې د چين رول ستايلی دی.

د سُني سعودي عربستان او شيعه ايران تر منځ اختلافات له هغه وروسته مخ پر زياتېدو شول چې د جنورۍ په دوهمه سعودي عربستان يو شيعه مذهبي مشر نمر النمر اعدام کړ او په مځني ختيځ کې د شيعه ګانو غصه راوپارېده.

د دې اعدام په عکس العمل کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د لاريون کوونکو له خوا حمله وشوه. د رياض او تهران تر منځ ډیپلوماټيکې اړیکې خرابې شوې. تهران له رياض سره سوداګريزې اړیکې پرې کړې او مکې ته يې د ايرانيانو پر سفر بنديز ولګاوه.

نورو عربو هېوادونو هم خپل سفيران له تهرانه ورغوښتي او متحده عرب اماراتو له سعودي عربستان سره د يووالي څرګندولو لپاره له تهران سره خپل روابط کم کړل.

په قاهره کې د عربو هېوادونو د اتحاديې په مرکز کې له يوې غونډې وروسته د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزير عبدالله بن زايد آل نهيان د يکشنبې په ورځ د عرب هېوادونو د اتحاديې له عمومي منشي نبيل العربي او سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير عادل الجبېر سره په ګډه خبري غونډه کې وويل:

"زه مطمئن يم چې په هغه لېوالتيا سره چې ايران د خپلې اټومي موافقې پر سر د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د اختلافاتو کمولو او اقتصادي بنديزونو ايسته کولو لپاره هڅې وکړې؛ په هغومره هڅو سره يې په سیمه کې دننه اختلافات هم حل کولای شوای.

خو له بده مرغه موږ تر اوسه د ايران له خوا کوم جدي پيل نه دی لیدلی. موږ ښايي خبرې واورو خو په عمل کې مو څه نه دي لیدلي."

د ايران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون پر رياض تور پورې کړ چې په اختلافاتو زياتولو سره غواړي د سوريې د سولې په خبرو کې خنډ جوړ کړي.

خو د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي "سټيفن ډي مېسټورا" پرون ماښام ويلي چې تهران ته د ده د سفر پر مهال ظريف ورته ويلي چې ايران پرېنږدي چې اختلافات د سوريې د سولې پر خبرو منفي اغېز وکړي. د سوريې د سولې خبرې د جنورۍ په پنځويشتمه پيلېږي.

XS
SM
MD
LG