د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، د سعودي عربستان او ايران تر منځ د رامنځته شوي کړکېچ د ختمولو لپاره بايد اسلامي هېوادونه خپل رول ولوبوي، ګنې له دغې شخړې به ترهګر ګټه پورته کړي.
نوموړى همداراز وايي چې پاکستان د رياض او تهران تر منځ په رامنځته شوي کړکېچ اندېښمن دى او زياتوي چې پاکستان به په مناسب وخت کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړي رول ولوبوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار دا څرګندونې د شنبې په ورځ په لاهور کې تر يوې غونډې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړې.
ښاغلي عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې ټاکل شوې ده د سعودي عربستان د دفاع وزير وليعهد شهزاده محمد بن سلمان السعود نن د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره په يو شمېر مسایلو د خبرو لپاره اسلام ابآد ته راشي.
دا په تېرو څلورو ورځو کې پاکستان ته د سعودي د جګپوړي چارواکي دويم سفر دى.
تر دې مخکې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړ او له پاکستاني مشرانو سره يې د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د جوړ شوي ائتلاف په ګډون په ځينو نورو موضوعاتو خبرې کړي.
د سعودي عربستان چارواکو پاکستان ته سفرونه تر هغې وروسته ډېر کړي چې په دې وروستيو کې د رياض او تهران اړيکي ترينګلې شوي او خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې يې شلېدلې دي.
بلخوا بيا د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار هيله وښوده چې ډېر ژر به د ايران او سعودي تر منځ کړکېچ کم شي او زياته يې کړه، پاکستان به په دغه کړکېچ کې تر ټولو مخکې د خپلو ملي ګټو د خونديتوب په اړه فکر وکړي.
ښاغلي عزیز زیاته کړه:
"تر ټولو اهم ضرورت دا دى چې زموږ د ملي ګټو تحفظ وشي او د دې لپاره دا ډېره ضروري ده چې د ايران او سعودي تر منځ چې دا کړکېچ مخ په زياتېدو دى او دې ته د شيعه سني د فرقه ييزې شخړې نوم هم ورکول کېږي چې د دې اغېز زموږ پر هېواد ونه شي."
د رياض او تهران تر منځ اړيکې تر هغې وروسته ترينګلې شوې او سفارتي تعلقات يې ختم شول چې سعودي عربستان په دې هېواد کې پېژندل شوى شيعه عالم شيخ نمر النمر اعدام کړ.
د سعودي حکومت د دغه اقدام په غبرګون کې قهرجنو مظاهره چيانو په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور ورته کړ چې بيا وروسته د سعودي عربستان حکومت هم د ايران ډيپلوماتانو ته له دغه هېواده د وتلو امر وکړ.
په ورته وخت کې اسلام اباد ته د سعودي د بهرنيو چارو د وزير تر سفر وروسته د سنیانو او شیعه ګانو یو شمېر ډلو په دغه ښار کې مظاهرې وکړې چې په ترڅ کې يې سني مظاهره چيانو د ایران ضد شعارونه ورکول خو شیعه لاریون کوونکو بيا پر حکومت غږ وکړ چې د رياض او تهران له لانجې ځان لیرې وساتي او بې پلوه پاتې شي.
د يادونې وړ ده چې پاکستان د سعودي عربستان او ايران تر منځ په رامنځته شوي کړکېچ بيا بيا اندېښنه ښودلې او د دغه کړکېچ د سوله ييز اوارۍ غوښتنه يې کړې ده.
راپور: ذبيح مومند