د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په درشل کې د فارس خلیج هېوادونو له سعودي عربستان څخه ملاتړ کړی.
هغه څه چې دغو هېوادنو د ایران له خوا د ریاض په داخلي چارو کې مداخله بللې؛ غندلي دي.
په عین حال کې سعودي عربستان ایران د ټروریزم په ملاتړ تورن کړی او په دې هکله يې پر تهران د جدي اقداماتو د ترسره کېدو ګواښ هم کړی دی.
د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په ریاض کې په یوه ځانګړې ناسته کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکېچ د زیاتوالی په هکله خبرې وکړې.
بحرین، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، عُمان او سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د شورا غړيتوب لري.
د دغو شپږو هېوادنو له خوا په خپور شوي بیان کې په تهران کې د سعودي پر ډیپلوماټیک حریم تیری؛ په سختو ټکو غندل شوی. دوی د دغه کار مسوول تهران بولي او وايي چې دا یو تروریستي عمل دی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر "عادل الجبیر" ویلي؛ که چېرې ایران خپل روان سیاست ته ادامه ورکړي؛ نو سعودي عربستان مجبور دی چې پر ضد يې ځینې اقدامات ترسره کړي. خو دا چې دغه اقدامات به څه وي؛ په هکله يې معلومات ور نه کړل.
د روان کال د جنوري په لومړیو کې د شیعه روحاني شیخ نمر باقر النمر اعدام د دې باعث شو چې د سعودي او ایران ترمنځ اړیکې خرابې شي.
بل خوا ایران سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو په خرابولو تورن کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې سعودي عربستان په منځني خیتځ کې ښه روابط له منځه وړي.
د ظریف په وینا، تهران په سیمه کې د کړکېچ رامنځ کولو ته علاقه نه لري.
ټاکل شوې چې نن د عرب لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د مصر په مرکز قاهره کې د ریاض او تهران ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکېج په هکله خبرې وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دې؛ چې ایران یې هم غړیتوب لري، یوه خاصه غونډه جوړه کړي.
راپور: محمد صادق رښتینی