پاکستان د ايران او سعودي عربستان ترمنځ په دې وروستيو کې په رامنځته شوي کړکېچ اندېښنه ښودلې او د دغې کړکېچ د سوله ييز حل هيله يې څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ايران او سعودي عرب خپلمنځي اړيکې تر هغې وروسته کړکېچنې شوې چې سعودي عربستان په دې هېواد کې پېژندل شوى شيعه عالم شيخ نمر النمر اعدام کړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په کړکېچ اندېښنه ښودلې او همدا راز يې په ايران کې د سعودي عربستان د سفارت پر ودانۍ بريد هم غندلى دى.
خبرپاڼه په دې اړه کاږي:
"پاکستان د سعودي عربستان او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ په رامنځته شوى کړکېچ اندېښمن دى او همدا راز په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت بريد د نړېوالو نورمونو خلاف او افسوسناکه پېښه ده. دا د رياست مسووليت دى چې د سفارت د کارکوونکو د خونديتوب او امنيت ساتنه وکړي."
پاکستان د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د سوله ييز حل غوښتنه کړې او ټينګار يې کړى چې د تهران او رياض ترمنځ له رامنځته شوی کړکېچ ښايي تور قوتونه او ترهګر ګټه پورته کړي.
په سعودي کې د شيعه عالم تر اعدام وروسته قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت بريد وکړ او اور يې ورته کړ چې په نيتجه کې يې سعودي عربستان له ايران سره ډيپلوماتيکي اړيکې وشلولې او له رياضه يې د ايران ډيپلوماتانو ته د وتلو امر وکړ.
تر دغې پېېښې وروسته پر سعودي سربېره د منځني ختيځ يو شمېر نورو عرب هېوادونو هم له ايران سره سفارتي اړيکې پرې کړې او دا لړۍ لا روانه ده.
په عين حال کې د پاکستان په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو کې د سعودي عربستان پر ضد د شيعه ګانو مظاهرې هم روانې دي.
له بلې خوا د سعودي او ايران ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير اسلام اباد ته خپل سفر هم ځنډولى.
ټاکل شوې وه چې نوموړى به روانې مياشت په ٣مه اسلام اباد ته راشي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې نوموړى به اوس د روانې مياشت په ٧مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي او د دې هېواد له صدراعظم او نورو چارواکو سره به په دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ په ضد د ٣٤ اسلامي هېوادونو د ګډ پوځي اېتلاف په اړه هم خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا ګډون يو شمېر هېوادونو د سعودي او ايران د ډيپلوماتيکو اړيکيو په پرې کېدو اندېښنه ښودلې او په تهران او رياض يې غږ کړى، چې په دې اړه دې له زغمه کار واخلي.
راپور: ذبيح مومند