د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

امریکا له سعودي او ایرانه وغوښتل چې له زغمه کار واخلي


د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ

د امریکا متحده ایالاتو پر سعودي عربستان او ایران غږ کړی چې له زغمه کار واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون دوشنبې د ریاض او تهران د ډیپلوماټیکو اړیکو د پرې کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

ده په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ایران او سعودي باید په منځني ختیځ کې کړکېچ کم کړي او له زغمه کار واخلي.

ښاغلي ارنسټ زیاته کړه:

"موږ ولیدل چې په منځني ختیځ کې د فرقه يي تشدد او بحران د پېښېدو امکان ډېر دی، دا کوم تصادف نه دی، موږ باور لرو چې دواړو خواوو ته خلک د تفرقې د کمولو او د اختلافاتو د حل لپاره زیات کار کولای شي چې د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی."

جاش ارنسټ څرکنده کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په تماس کې دی او په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت هم سعودي چارواکو ته د امریکا پيغام رسولی دی.

ارنسټ وویل چې جان کري به د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم خبرې وکړي او پر دواړو خواو به غږ وکړي چې له حوصلې کار واخلي.

په همدې حال کې، د سعودي عربستان ملکي هوايي چلند وايي چې تهران ته د الوتکو تګ - راتګ بند شوی او ټول پروازونه لغوه شوي دي.

په بغداد کې پرون د لوی شیعه ملا مقتدا صدر ګڼ شمېر پلویانو د سعودي عربستان پر ضد مظاهره وکړه او له خپل حکومته یې وغوښتل چې له ریاض سره ډیپلوماټیکه راکړه – ورکړه بنده کړي.

په بغداد کې لاریون کوونکو د امریکا، بریتانایې او اسرائیل بیرغونو ته اور اچولی وو.

د عراق په نورو لویو ښارونو نجف او بصره کې هم زرګونو کسانو پرون مظاهره وکړه.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي خبرداری ورکړی چې د شیخ نمر النمر اعدام به د سیمې د امنیت لپاره منفي عواقب ولري او د دې هېواد مخکني صدراعظم نوري المالکي ویلي چې د شیخ المنر اعدام به د سعودي حاکم رژیم نسکور کړي.

په تهران کې پرون د سعودي عربستان د رژیم پر ضد پراخ لاریون وشو.

یوه لاریون کوونکې معصومه صابر وايي:

"زه نه یم خبره چې ولې باید سعودي عربستان دا کار کړی وي؟ څه فکر یې کړی چې دا کار یي وکړ؟ د هغوي په سیاسي سیسټم کې ډيموکراسي چېرته ده."

په سعودي عربستان کې د پېژندل شوي شیعه عالم شیخ نمر النمر تر اعدام وروسته، قهرجنو خلکو په تهران کې د سعودي پر قونسلګرۍ حمله وکړه او اور یې ور واچاوه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شیخ النمر اعدام غندلی خو په عین وخت کې یې ویلي چې په تهران کې د سعودي عربستان پر قونسلګرۍ حمله د توجیه وړ نه ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د یکشنبې په ورځ له ایران سره د اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ او په تهران کې یې پر خپلو ډیپلوماټانو غږ وکړ چې ژر تر ژره ریاض ته ستانه شي.

د سعودي حکومت په خپل هېواد کې د ایران ډیپلوماټانو ته هم ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې ووځي.

عادل الجبیر پرون خبریالانو ته وویل:

"ایران باید د یوه نورمال هېواد په توګه کار وکړي، دوی باید پرېکړه وکړي چې د یوه واحد ولس دولت چې په هغه صورت کې، دواړه باید یو ډول عمل وکړي او نړېوال نورمونه، تړونونه، قوانین او کنوانسیونونه په پام کې ونیسي او درناوی ورته وکړي، یا دا چې یوه انقلابي ډله ده؟ دوی باید پر یوه خوا د تګ پرېکړه وکړي."

په سعودي عربستان کې د شیعه شیخ نمرالنمر تر اعدام وروسته، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اېې وویل چې سعودي به له "الهي غضب"سره مخامخ شي.

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر عادل الجبیر پرون په ریاض کې خبري کنفرانس ته وویل چې د ایران رژیم د بهرنیو ډیپلوماټیکو ماموریتونو په وړاندې له نړېوالو موافقو د سرغړونو سابقه لري او ټينګار یې وکړ چې دایران له دښمنۍ ډکې کړنلارې د سیمې د بې ثباتۍ هدف لري.

ښاغلي الجبیر زیاته کړه:

"موږ به ایران ته اجازه ور نه کړو چې زموږ سیمه بې ثباته کړي، موږ ایران نه پرېږدو چې زموږ خلکو یا متحدانو ته ضرر ورسوي نو موږ به عکس العمل څرګندوو."

د کویټ حکومت هم په تهران کې د سعودي عربستان پر قونسلګرۍ حمله په شدت غندلې او د سعودي عربستان ملاتړ یې کړی خو له تهران سره یې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د پرېکون اعلان یې نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG