په یمن کې د حکومتي ځواکونو او په هغه هېواد کې د ایران پلوه یاغیانو ترمنځ جګړو کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.
وروستۍ جګړې داسې مهال شوې چې په سوېس کې د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د سولې خبرې لا هم دوام لري.
د سولې یوې موافقې ته تر رسیدو دمخه ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې د اوربند د نه مراعاتولو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
د یمن پوځي او قبایلي سرچیني وایي، د دغه هېواد حرض Haradh ولایت ته نژدې په جګړو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه وژل شوي دي.
په وژل شوو کې ۲۸ حکومتي سرتیري او ۴۰ شیعه حوثي یاغیان ښودل شوي دي. دغه راز په دې پېښو کې دواړو لورو ته د ټپیانو شمېر ۹۰ تنه یاد شوی دی.
وروستۍ جګړې داسې مهال شوي چې په سویس کې د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د سولې یوې موافقې په اړه خبرې د ډېسمبر پر ۱۵ نېټه پیل شوي او ملګري ملتونه تاییدوي چې یکشنبې نن به د دې خبرو وروستۍ ورځ وي.
د دې خبرو د نتیجې په اړه به په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسماعیل ولد شیخ احمد Ismail Ould Cheikh Ahmedد یکشنبې په ورځ ناوخته یوه خبري کنفرانس ته معلومات ورکړي.
په یمن کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر ویلي چې دوی د اوربند څخه د سرغړونې راپورونو له کبله سخته اندیښنه لري.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې حکومتي پلوه ځواکونو دوه شمالي ښارونه ونیول او یاغیانو دوه توغندي پر سعودي عربستان وویشتل.
په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو دفتر څخه په یوې اعلامیې کې پر ټولو ښکېلو خواوو ټینګار شوی چې د اوربند درناوی وکړي او د یمن تر ټولو سختو ځپل شوو سیمو ته د بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي.
که څه هم ملګرو ملتونو مخکي اعلان کړی وو چې د سولې په خبرو کې د پنجشنبه په ورځ د بشري مرستو د رسولو په برخه کې لومړنۍ موافقه شوې وه چې باید تعز ښار ته ولیږل شي، خو په سیمه کې خیریه ټولني وایي، تر اوسه د ملګرو ملتونو هیڅ کومه مرسته دغه ښار ته نه ده رسیدلې او یاغیان تورنوي چې د دغو مرستو لاره یې بنده کړې ده.
د یمن جګړې د ۲۰۱۴ کال په سېپتمبر کې هغه مهال پیل شوې چې حوثي شیعه یاغیانو له خپلو شمالي مرکزونو څخه د پلازمینې صنعا د نیولو په لور پرمختګ وکړ.
دغه جګړې بیا وروسته هغه مهال لا سختي شوې چې د سعودې په مشرۍ ایتلاف د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د حوثي یاغیانو په وړاندې بریدونه پیل کړه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دې مودې کې تر ۵۸۰۰ ډیر کسان وژل شوي او تر ۲۷زره ډیر ټپیان دي.