د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

د داعش له منځه تلل په منځني ختیځ کې سوله ټينګولای شي؟

ایا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش له منځه تلل په منځني ختیځ کې سوله ټينګولای شي؟

د اسوشېټېډ پرېس په لیکنه، هغه ولسي او سرحدي چوکاټونه چې د لومړۍ نړېوالې جګړې په پای کې، د عثمانیانو د امپراطورۍ له سقوط سره رامنځ ته شوي وو، له منځه تللي یا د نړېدو په حال کې دي.

له دې سره هغه تارونه د شلیدلو په حال کې دي چې په منځني ختیځ کې بېلا بېلې ډلې، فرقه یې او مذهبي ډلې یې سره تړلې او ټینګې ساتلې وې.

اسوشېټېډ پرېس لیکي:

"په منځني ختیځ کې د شیعه ګانو او سنیانو، علویانو، عیسویانو او کردانو ګډ حالت له پخوانیو مذهبي رقابتونو ، مایوسیو او بې عدالتیو سره یو انفجاري مخلوط جوړ کړی دی."

دې ټولنیزو پدیدو چې ډیره موده غلې ساتل شوې وې، بلاخره په عراق کې د امریکا د پوځي عملیاتو او په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پيل سره انفجار وکړ .

اسوشېټېډ پرېس لیکي:

په عراق کې د صدام حسین د رژیم پرمهال، قدرت د اقلیت سنیانو په لاس کې وو. صدام پر اکثریت شیعه ګانو، ظالمانه واکمني چلوله.

امریکا د صدام رژیم ړنګ کړ ، د هغه د بعث ګوند او د عراق پوځ منحل شول او نوی حکومت د اکثریت شیعه ګانو په مشرۍ رامنځ ته شو .

د اکثریت شیعه ګانو حکومت هم د اقلیت سنیانو پر حقونو د سترګو پټولو ته مخه کړه .

په عراق کې د امریکايي ځواکونو له شتوالي سره، سني ډلو د القاعده تر مشرۍ لاندې ائتلاف جوړ کړ چې د امریکا د پوځ، اکثریت شیعه ګانو او اقلیت منځ لارو سنیانو پر ضد یې مبارزه پيل کړه.

د عراق شیعه ملیشو هم داسې حملې پيل کړې چې په عراق کې یې د کورنۍ جګړې اور بل کړ.

اسوشېټېډ پرېس لیکي:

په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ دا جګړه تر هغه وروسته یو څه کراره شوه چې امریکا د سنیانو ځېني قومي مشرانو ته د القاعده پرضد د جنګیدو لپاره پیسې ورکړې او خپل زیات عسکر یې دې هېواد ته واستول .

خو په 2011 [میلادي] کال کې له عراقه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم، د القاعده وسله والو، په سني میشتو سیمو کې فعالیت پيل کړ او د اسلامي دولت ډله یې رامنځ ته کړه.

داعش په سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله، موقع پيدا کړه او له عراقه يې ریښتې ور وغځولې.

د یو شمېر اټکلونو پر اساس، داعش اوس مهال د سوریې او عراق له پينځو یوه برخه نیولې چې تر ټولو مهم مرکزونه یې د عراق په [موصل] او د سوریې په [رقه] ښار کې دي.

امریکا له څو میاشتو راهیسې په عراق او سوریه کې د داعش پر پناه ځایونو پوځي عملیات کوي خو چندان بری یې نه دی ترلاسه کړی.

روسیې او فرانسې هم د داعش پر ضد جنګ پيل کړی دی.

تر هغه وروسته چې داعش د مصر په سینا سیمه کې د یوې روسۍ الوتکې د سقوط مسئولیت واخیست، روسیې د دې وسله والې ډلې پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړ.

پوځي او استخباراتي څیړونکي وايي چې روسیې، د دې الوتکې تر سقوط مخکې، د بشارالاسد د رژیم پر مخالفو ډلو بمبارۍ کولې خو تر دې پيښې وروسته یې، د داعش پر ضد هم بمبارۍ پيل کړې دي.

د ولسمشر اوباما اداره ټينګار کوي چې بشارالاسد باید له واکه لېرې شي خو د ایران او روسیې حکومتونه وايي چې بشار باید لږترلږه د سوریې د بحران د حل په لومړیو پړاونو کې شامل شي.

سعودي او یو شمېر نور سیمه ییزقدرتونه هم د اسد لېرې کیدل غواړي.

زیات شمېر سیاسي کتونکي، په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله، د بشارالاسد د واکمنۍ د ټینګ ساتلو یوه هڅه ګڼي ځکه د بشارالاسد تر کنټرول لاندې سوریه، په منځني ختيځ کې د روسیې د نفوذ وروستی ټکی دی.

سوریه د روسي وسلو تر ټولو ستر پيرودونکی هېواد دی.

په عراق او سوریه کې د داعش رامنځ ته کیدل د سني ډلو د مایوسۍ نتیجه ګڼل کیږي.

خو فرق دا دی چې دا مایوسي په سوریه کې، د عراق په پرتله ډيره سابقه لري. اسد د شیعه مسلمانانو په یوه کوچنۍ ډله [علوي] پورې تړلی دی . اسد او د هغه پلار حافظ له ډيرو کلونو راهیسې په سوریه کې د سنیانو پر ضد ظالمانه واکمني چلولې ده .

اسوشېټېډ پرېس لیکي:

داسې ستونزو د منځني ختیځ حالت ډير پيچلی کړی دی.

بله ستونزه د عراق، ایران او ترکیې په پراخو سیمو کې د کردانو شتوالی دی. د کردانو ډلې په ځيني مواردو د ترکیې پر ضد جنګیدلې دي او د داعش پرضد دامریکا له مهمو متحدانو دي.

کردانو تقریباً له ډيرو کلونو راهیسې په عراق کې یوه پراخه سیمه تر خپل واک لاندې، خودمختاره ساتلې ده . کردانو همدا راز دتیلو پراخې زیرمې ځان ته کړې دي.

اسوشېټېډ پرېس لیکي:

له کردانو د امریکا ملاتړ ، دا هېواد په ناټو تړون کې له خپل مهم متحد ترکیې سره په مخالفت کې واقع کړی دی.

ترکیه چې په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم سره مخالفت لري، په عراق کې د امریکا له پلوي، شیعه حکومت سره چندان اړیکې نه لري.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر چېک هېګل د یکشنبې په ورځ سي ان ان ته وویل:

"د داعش پرضد د مبارزې بریالتوب، په منځني ختیځ کې روان کړکیڅ نه شي کرارولای.

خو که امریکا، اروپايي هېوادونه او روسیه سره ملګري شي او د سیمې د سیاسي ثبات لپاره یو اساس رامنځ ته کړي، ښايي وضعیت بدل شي."

خو په داسې سیم کې چې ډير زاړه مذهبي تعصبونه موجود دي او کردان د خپلواک هېواد او حکومت ادعا لري داسې سیاسي بنسټ څرنګه رامنځ ته کیدلای شي؟ایا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش له منځه تلل په منځني ختیځ کې سوله ټينګولای شي؟

خو په داسې سیم کې چې ډير زاړه مذهبي تعصبونه موجود دي او کردان د خپلواک هېواد او حکومت ادعا لري داسې سیاسي بنسټ څرنګه رامنځ ته کیدلای شي؟

XS
SM
MD
LG