د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

چین کې په ترورېستي فعالیتونو ۲۸ تنه شکمن کسان وژل شوي


په چين کې پوليس وايي د ډبرو-سکرو پر يوه کان په حمله کې يې شا و خوا ٢٨ مشکوک تروريستان وژلي دي.

په ختيځه سيمه شين-جين کې په دې حمله کې لږ تر لږه پنځه پوليس هم وژل شوي دي.

په دې سيمه کې تر ډېره اويغور مسلمانان ژوند کوي.

د چين د شين جين سيمه ييز حکومت چارواکو د جمعې په ورځ راپور ورکړ، دغه ٢٨ کسان چې ګومان کېږي مشکوک ”تروريستان“ به وي، د ٥٦ ورځنيو عملياتو په بهير کې وژل شوي او يو تن تسليم شوى دى.

دغه عمليات وروسته له هغې پيل شول چې د سپټمبر پر ١٨مه د اکسو سيمې د ډبرو د سکرو په سوګان نومي کان کې د چړو په واسطه په حملو کې ١١ ملکيان او پنځه پوليس افسران ووژل شول.

دغه تازه راپورونه په لومړي ځل په دې کان کې د هغه خونړي بريد مسئله تاييدوي چې راپور يې لومړى د ازادې اسيا راډيو ورکړى و.

د شين جين دولتي ورځپاڼې راپور ورکړى: ”د ٥٦ ورځنيو جګړو په نتيجه کې سيمه ييز حکومت د تروريستانو يوه ډله چې تاوتريخوالى يې کاوه او د يوې بهرنۍ سخت دريځې ډلې تر مستقيمې قوماندې لاندې يې فعاليت کاوه، له منځه وړې ده“.

ورځپاڼې ليکلي، په دې بهير کې يو تن تسليم شوى، ٢٨ نور اوباشان په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

ورځپاڼه وايي دوو کسانو چې ظاهراً د اويغوريانو غوندې نومونه يې لرلو، د ادعاوو له مخې د هغې بهرنۍ ډلې مشري کوله، خو ورځپاڼې يې نومونه نه دي اخيستي.

په وروستيو کې په شين جين سيمه کې د اويغور مسلمانانو او د ځايي هان چينايانو ترمنځ کړکېچ، د تاوتريخوالي سبب شوې چې په نتيجه کې يې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د چين چارواکو سخت دريځي مسلمان وسلوال د دغو وژنو مسوول بللي دي.

د اويغور تبعيد شوې ډلې او د بشري حقونو فعالان وايي په شين جين کې د چين له ديکتاتورۍ ډک سياستونه، چې پر اسلامي ارزښتونو او د يغوريانو پر کلتور يې سخت قيودات وضعه کړي، د ناکراريو سبب شوي دي.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې چين د ډبرو د سکرو پر دغه کان د بريدکوونکو د موندنې لپاره شا و خوا لس زره کسان، چې د بېلابېلو قومونو دي، ګمارلي دي.

د ازادې اسيا راډيو د حکومت او ځايي سرچينو په حواله راپور ورکړى چې څو ورځې مخکې يې ويلي وو، چارواکو ١٧ کسان وژلي، چې په هغو کې اووه ښځې او څو تنه ماشومان شامل دي.

د چين واکمن کمونست پلوه ګوند پر شين جين سيمې سخت کنټرول وضعه کړى، چې له سيمې د دقيقو معلوماتو ترلاسه کول ګران کار برېښيي.

XS
SM
MD
LG