د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

په سوریه کې د سیاسي واک د انتقال پر یوه پلان موافقه وشوه


د سوریې د کړکېچ په هکله په ویانا کې د شنبې د ورځې په غونډه کې په دغه هېواد کې د سیاسي واک د انتقال په یوه پلان موافقه وشوه.

خو یو لړ نور مهم مسایل لکه د سوریې د رژیم د مشر بشار اسد برخلیک او په انتقالي مرحله کې یې ونډه بیا هم لاینحل پاتې شول.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له غونډې وروسته د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې موافقه وشوه چې د بشار اسد د رژیم او مخالفینو استازي د جنوري د میاشتې په لومړۍ نېټه خبرو ته سره کیني.

ملګري ملتونه په یوې اعلامیه کې چې د غونډې د ګډون کوونکو اړخونو په استازیتوب یې خپره کړې وه، وايي چې د سوريې د رژیم او مخالفینو ترمنځ د خبرو په پایله کې به یو د باور وړ، پراخ بنسټه او غیر فرقه یي انتقالي حکومت جوړ شي.

دغه حکومت به نوی اساسي قانون جوړوي او د ۱۸ میاشتو په ترڅ کې به د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ازاد او عادلانه انتخابات ترسره کړي.

خو یو لړ اساسي مسایل لکه په انتقالي حکومت کې د بشار اسد رول نه دی حل شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري خبریالانو ته وویل چې موږ اوس هم د بشار اسد د برخلیک په هکله سره اختلافات لرو خو د سیاسي پروسې په پرمختګ تکیه کوو.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"موږ په دې موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سوریې د رژیم او مخالفینو تر منځ رسمي خبرې د دواړو لوریو له خوا په یوې ټاکلې نېټه کې وشي. هیله لرو چې دغه خبرې د جنورۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې ونه ځنډېږي."

د ویانا د غونډې ګډونوال په دې هم سلا نه شول چې د اسلامي دولت ډلې او د القاعده شبکې ارتباطي ډلو سربیره به د مخالفینو نورو کومو ډلو سره اوربند نه کېږي.

په دې موافقه شوې چې هغه هېوادونه چې د کومې ډلې ملاتړ کوي باید په اوربند باندې د درېدو ضمانت یې هم وکړي.

د ویانا په غونډه کې په دې هم د نظر توافق ونه لیدل شو چې په سوریه کې د تروریزم چې نړۍ ته هم ګواښېږي اصلي علت څه دی؟

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې د بشار اسد د رژیم خلاف جګړې سوریې ته د افراطيانو پښه راوکاږله خو د روسیې بهرنیو چارو وزیر دغه نظر رد کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل:

"ترڅو چې بشار اسد په واک کې وي جګړه به ختمه نه شي او دا د هغو کسانو قناعت دی چې په وړاندې یې جنګېږي."

خو سرګي لاوروف وویل چې لانجه او یا یې حل د بشار اسد په هکله نه ده.

سرګي لاوروف زیاته کړه چې اسلامي دولت ډله هم له بشار اسد سره جنګېږي او هم یې له مخالفینو سره.

د ویانا په غونډه کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو او ډیپلوماتانو برخه واخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې په ویانا کې د سوریې د بحران په هکله د تېرې شنبې ورځې تر غونډې یوه ورځ مخکې په پاریس کې ترورېستي بریدونو چې مسئولیت یې اسلامي دولت یا داعش ډلې په غاړه واخیست لږ تر لږه ۱۲۹ کسه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG