د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

روسیې په حمص او حما کې درنې وسله او ځمکني ځواکونه ځای پرځای کړي


یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي چې روسیې د سوریې حمص او حما ښارونو ته څېرمه درنې وسلې او ځمکني ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

د اروپا او یورو ایشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ د سوریې حمص او حما ښارونو ته څېرمه د روسي ځمکني ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبره پرون (چهارشنبه) د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې ته کړي ده.

په دې کمېټه کې له دې سره د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې "آن پَټرسن" Anne W. Patterson هم ګډون درلود؛ چېرې چې د سوریې په چارو کې د امریکا د ادارې سټراټیژۍ تر انتقاد لاندې ونیول شوه.

نولانډ دغې کمیټې ته وویل:

"اوس روسیه د حما او حمص ښارونو شاوخوا ته خپلې درنې وسلې او نورې ځمکنۍ قواووې لیږلي او تر ډېره د بریدونو په مقابل کې خپل سرتیري ډیروي."

نولانډ زیاتوي چې روسیه په وروستیو پیښو کې ډیرې پیسې هم لګوي چې په ورځ کې له ۲ تر ۴ میلیونه ډالرو پورې رسیږي.

مسکو د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د یوه متحده په توګه له لسیزو راهیسې په سوریې کې خپل پوځي حضور ساتلی دی؛ خو په هغه هېواد کې یې د هوایي بریدونو له پیله د خپلو ډېرېدونو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د پنټاګون چارواکي اټکل کوي چې د دغو ځواکونو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسیږي.

په سوریې کې د روسیې هوایي بمبارۍ د سپټمبر پر۳۰مه پیل شوې او له هغه وخته یې سلګونه بریدونه کړي دي.

پټرسن د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې ته ویلي چې د روسیې پوځي مداخلې د سیمې مخکینی وضعیت په خطرناک ډول لا نور هم پیچلی کړی دی.

دا وایي، د روسیې په دغو بریدونو کې تر۹۰ فیصده د سوریې د حکومت منځلاري مخالفې ډلې په نښه شوي دي.

"مسکو په بدګمانۍ سره ادعا کوي چې د دوی بریدونه پر تروریستانو متمرکزې دي؛ خو تر اوسه په سوریې کې د دوی په ۸۵ تر ۹۰ فیصده بریدونو کې د سوریې منځلاري مخالفین ویشتل شوي دي او په دې کار کې ملکیان هم وژل شوي دي.

زموږ له ټینګار سره سره مسکو تر اوسه د اسد د رژیم هغه بمبارۍ نه دي درولي چې د سوریې پر خلکو یې کوي؛ نو ځکه موږ پوهیږو چې د روسیې لومړنی هدف دا دی چې دغه رژیم په خپل ځای پاته شي."

امریکایې چارواکي وایي، د روسیې په بریدونو کې هغه منځلارې مخالفې ډلې هم په نښه شوي چې د امریکا له خوا روزل شوي او وسلې ورکړل شوي دي.

په سوریې کې د روسیې په پوځي قواوو کې پرمختللي جنګي الوتکې؛ د الوتکو ضد توغندویي سیسټم، ټانکونه او زغروال وسایط شامل دي.

د دوی وسلې تر ډېره د سوریې په لوېدیځ کې په لاذقیه هوایي اډې کې ځای پرځای شوي دي.

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې د روسيې قواوو په بریدونو کې په سوریې کې ملکي وګړي هم وژل شوي؛ خو کریملین دغه ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG