په سوريه کې د روسيې د نظامي عملیاتو درې اوونۍ وشوې.
هغه روغتيايي مرکز چې ويلي يې وو روغتون يې په سوریه کې د روسيې په هوايي بمبارۍ کې ويشتل شوی دی؛ د حملې د وروستي حال ويډيو يې خپره کړې ده. په دې حمله کې د روغتون دوه کارکوونکي ووژل شول.
سوريايي امریکايي روغتيايي ټولنې چې په سوريه، ترکيه، لبنان او اردن کې د پناه غوښتونکو لپاره ګڼ شمېر روغتيايي مرکزونه لري؛ وويل په سارمين ښار کې د اکتوبر د شلمې په هوايي حملو دوولس کسان وژل شوي او اته ويشت نور ټپيان شوي دي.
دغې ادارې زياته کړه چې د دغو غبرګو حملو تر منځ د پنځو دقيقو واټن و.
د دوی په وينا، دا نهم ځل دی چې روسي الوتکو روغتيايي مرکزونه په نخښه کړي دي او دا له هغه وروسته چې روسیې د بمبارۍ کمپاين د سپټمبر په دېرشمه پيل کړ. دا هوايي حملې د سوريې د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ تر سره کيږي چې د مسکو متحد دی.
د سوريايي امریکايي روغتيايي ټولنې ويډيو چې ښايي په موبايل ثبت شوې وي؛ ګڼ شمېر ټپيان پر وينو لړلې مځکه پراته ښکاروي او ځينې نور بيا پر يوه مېز پراته د درملنې په حال کې ښکاروي.
د دې ادارې له خوا خپاره شوي عکسونه څرګندوي چې په ساحه کې د روغتون هغې کوچنۍ ودانۍ ته سخت زيان رسېدلی. په دې عکسونو کې د دوو کسانو هر يوه فزيوتراپيست حسن تاج الدين او خلدون ابوالدین عکسونه هم شامل دي او د راپورونو له مخې دغه داوړه کسان د نورو لسو ملکيانو سره يو ځای د حملې پر مهال وژل شوي دي.
د دغه روغتون ريیس محمد تنهاري وايي چې دا روغتون مخکې هم د سوريې د حکومت له خوا په نخښه شوی و او اوس د روسيې د حکومت له خوا په نخښه شو.
د روسیې د بهرنيو چارو وزيرې ماريا زخارووا د پنجشنبې په ورځ وويل چې پر روغتون د هوايي حملو راپور جعلي يا ناسم دی.
دې زياته کړه چې لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار اداره نور د پيزا په رسټورانټ کې تر يوه کارکوونکي زيات اعتبار نه لري.
د سوريې خبري اژانس د اکتوبر په شلمه راپور ورکړ چې د روسیې هوايي حملو په سارمن کې تروريستي اهداف په نخښه کړي او له منځه يې وړي؛ خو دا يې نه وو ویلي چې حمله پر روغتون شوې وه.
د سوريايي امریکايي روغتيايي ټولنې رییس احمد تاراکجي پر نړېواله ټولنه ږغ وکړ چې خپلې ټولې هڅې وکاروي؛ تر څو پر ملکيانو د حملو مخه ونيسي او په راتلونکي کې په سوريه کې پر روغتيايي مرکزونو حملو ته د پای ټکی کښېږدي.