د امریکا متحدایالاتو له عراقه ډاډ ترلاسه کړ چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې/ داعش پرضد په مبارزه کې به له روسیې د هوايي حملو لپاره مرسته نه غواړي.
د امریکا د پوځ یوه لوړ رتبه جنرال پرون وویل، عراقي لوري د دوي د شدیدو اندیښنو په ځواب کې، ډاډ ورکړی چې له روسیې به مرسته ونه غواړي.
د امریکا د ګډو قواوو لوی درستیز او د سمندري ځواکونو جنرال، جوزف ډانفورډ عراق ته په خپل لومړي سفر کې خبرداری ورکړ چې په عراق کې د داعش پرضد په مبارزه کې د روسیې د هوايي عملیاتو له پيل سره به دوي خپل هوايي کمپاین بند کړي.
امریکا څه باندې یوکال وړاندې په سوریه او عراق کې د داعش پرضد هوايي عملیات پيل کړي دي.
روسیې سږ دوبی د سوریې له حکومت سره د مرستې لپاره پر داعش هوايي حملې پيل کړې.
خو زیات شمېر غربي دولتونه داسې ګڼي چې د روسیې هوايي حملو د داعش په پرتله، د بشارالاسد رژیم مخالفې ملیشه ډلې په نښنه کړې دي.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال دانفورد وویل، په عراق کې د مداخلې لپاره، روسیې ته د عراق د صدراعظم بلنې، واشنګټن ته جدي اندیښنې پيدا کړې وې.دې امریکايي جنرال ویلي:
((متحد ایالات نه شي کولای چې اوسمهال، د عراق په اړه له روسیې سره همکاري وکړي.))
خو د دانفورد په وینا، امریکايي لوري له داسې یوې موافقې سره خپل مخالفت، د عراق له صدراعظم او د دې هېواد د دفاع وزیر سره شریک کړ او دواړو عراقي چارواکو ډاډ ورکړی چې په اوس مهال کې یې له روسیې د هیڅ ډول ملاتړ غوښتنه نه ده کړې.
د عراق صدراعظم او دفاع وزیر ویلي چې دوي د روسیې د هیڅ ډول ملاتړ پر ترلاسه کولو غور نه دی کړی.
د امریکا دې جنرال وویل چې عراقي لوري ته یې د خپل اعتراض تر وړاندې کولو وروسته له مقابل لوري بشپړ ډاډ تر لاسه کړی دی.دانفورد وویل:
((ما عراقیانو ته وویل چې دا به زموږ لپاره ډیره ګرانه وي چې دلتهد روسانو له راتګ او د هغوي د پوځي عملیاتو له پيل سره هغه مرستې درسره وکړو چې تاسې اړتیا ورته لرئ.))
د عراق د پارلمان یو مخکښ وکیل تیره اونۍ وویل، حکومتي ځواکونو د بغداد د استخباراتي مرکز په مرسته، د داعش پر مرکزونو هوايي حملې پيل کړي دي.
دا مرکز د روسیې، ایران، عراق او سوریې ترمنځ د استخباراتي معلومات د تبادلې لپاره جوړ شوی خو د امریکا د ګډو ځواکونو لوي درستیز د دې مرکز موجودیت ډیر د اندیښنې وړ نه دی بللی.
دانفورد وویل چې د عراق صدراعظم د بندو دروازو شاته په خبرو کې ډاډ ورکړ چې په دې مرکز کې تر اوسه هیڅ ډول کار نه دی شوی.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوي درستیز زیاته کړه چې عراقي لوري ته یې ویلي چې په عراق کې د روسیې د عملیاتو له پيل سره ، پوځي عملیات نه شي کولای.