د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

په مصر کې پارلماني انتخابات پیل شوي


په مصر کې خلک په پارلماني انتخاباتو کې رايې اچوي. د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي پرون په خپله ټلويزيوني وينا کې له مصريانو غوښتنه وکړه چې په دغو ټاکنو کې برخه واخلي.

السيسي دغه راز د مصر له وسله والو قواوو او کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې د رايې ورکولو د بهير امن تامين کړي.

دغه انتخابات په دوو پړاوونو کې ترسره کیږي. لومړى پړاو به يې نن او سبا ترسره کیږي او دويم پړاو به يې د نوامبر مياشتې پر ٢٢مه او ٢٣مه وي.

ويل شوي چې د مصر په ٢٧ ولايتونو کې څه باندې ٢٧ مليونه کسان د رايې ورکولو په شرايطو برابر دي.

په همدې حال کې د مصر دوو رايه ورکوونکو "زينب حميدي او شامي علي حسن" په دوبۍ کې رويټرز اژانس ته وويل؛ دوى خوښ دي چې په دغو انتخاباتو کې برخه اخلي:

((۱- د خوښۍ احساس کوم. د خپل هېواد په انتخاباتو کې مې خپله رايه وکاروله. داسې احساس مې کاوه چې هېواد مې د بربادۍ خوا ته ځي؛ خو اوس فکر کوم چې تازه ساه اخلم.

۲- موږ ټول خوشبين يو. ان شا الله نوى پارلمان او دغه انتقال به نړۍ ته ثابته کړي، چې مصر نه يوازې يو لوى تمدن او لرغونى تاريخ لري، بلکې عملاً هڅه کوي، چې د يوه ستر تمدن د خاوند په توګه پاتې شي.))

تحليل کوونکي وايي د دغو انتخاباتو د ٥٠٠٠ کانديدانو له ډلې اکثريت يې له السيسي ملاتړ اعلان کړى او تمه کېږي په پارلمان کې به د دوى نفوذ زيات وي.

وروسته له هغې چې د مصر پارلمان په ٢٠١٢م کال کې د محکمې له خوا منحل شو، تر اوسه دغه هېواد پارلمان نه درلود.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په ٢٠١٣م کال کې چې کله دفاع وزير و، د دغه هېواد لومړى منتخب ولسمشر محمد مرسي تر پراخو اعتراضونو وروسته له واکه ليرې کړ.

وروسته اخوان المسلمين ګوند چې مرسي يې يو مشر و، يو تروريستي سازمان اعلان شو او فعاليت يې منع شو.

XS
SM
MD
LG