د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

اوباما:پوتین د دمشق په ملاتړ د خپلې مشرۍ خرابوالی ثابتوي


د امریکا ولسمشر وايي، د روسیې ولسمشر د دمشق په ملاتړ سره د خپلې مشرۍ خرابوالی ثابتوي.

مسکو بيا ادعا کوي چې د سوريې له مشروع حکومت سره د سخت دريځو پر وړاندي مرسته کوي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما وايي، دمشق ته د نظامي مرستو په ورکولو سره د روسیې ولسمشر خپله خرابه مشري ثابتوي.

بارک اوباما وويل: ښاغلی پوټين اوس خپل ځواکونه او خپله اردو ځکه د سوريې جګړې ته وقف کوي، چې په دې توګه خپل يوازينی ملګری هيواد متحد وساتي.

پرون د سي بي ايس تلويزیوني خبري پروګرام سيکسټي مينټس سره په خبرو کې اوباما وويل، هغه څه چې ښاغلی پوټين کوي، د ده د هېواد د پياوړتيا په مانا نه دی.

په دې مرکه کې چې د اکتوبر مياشتې په شپږمه نېټه ثبت شوې وه، اوباما وويل چې د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره اړتيا شته چې ټول مهم لوري بايد دا ومني چې هلته يو نوی حکومت رامنځته شي. ده زياته کړه چې پرته له دې، د ستونزو حل نشته.

د راپورونو له مخې د سوريې حکومتي ځواکونو پرون د ياغيانو پر وړاندې د روسیې د هوايي کمپاين په مرسته د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

دمشق او د حکومت مخالفانو دواړو پرون په ادليب او حما ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړی.

د روسيې له یوه تلويزیون سره په مرکه کې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين وويل چې د مسکو هدف دا دی چې د سوريې د ولسمشر مشروع واک خوندي کړي او په سوریه کې سياسي جوړ جاړي ته زمينه برابره کړي.

پوټين زياته کړه چې روسيه به سوريې ته مځکني ځواکونه نه ليږي. ده دا خبره هم رد کړه چې روسي هوايي بمبارۍ د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پر ځای د سوريې د حکومت منځ لاري مخالفې ډلې په نخښه کوي.

روسيه همداراز وايي: په څليرويشتو ساعتو کې، په حما، لاذيقيه، ادليب او رقعه ولايتونو کې يې تر شپېته زياتې هوايي حملې کړي دي.

د روسیې د هوايي ځواکونو په وينا، د اسلامي دولت سخت دريځه ډله يې د هوايي حملو اصلي هدف وه.

XS
SM
MD
LG