د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

روسي الوتکو په سوریه کې اوه سیمې بمباري کړي


روسیې په سوریه کې هوایي برید کړی دی او وایي چې داعش یې په نښه کړی دی، خو لویدیځ چارواکي شک لري چې د بشارالاسد مخالفانو د ځپلو لپاره یې بمباري نه وي کړې.

د روسیې د دفاع وزارت ویاندایګور کاناشینکوف وویل، روسیي جنګي الوتکو پرهغو سنګرونو، موټرو او مرکزونو تیره ورځ بمونه وغورځول چې مسکو باور لري چې دا د داعش وو.

د سوریې دولتي تلویزیون لږترلږه د اوو سیمو نومونه یاد کړل چې روسیي الوتکو پرې بمباري کړې ده چې په دغو کې د حمص او حماة ولایتونه شامل دي.

د امریکا متحدایالتونه داسې باور کوي چې روسي جټ الوتکو حمص ته نژدې هدفونه په نښه کړي، همداراز امریکایي چارواکي شک لري چې په دغه ځای کې د داعش وسله وال وو.

د سوريي د ملي ایتلاف مشرخالد خوجه په ټویټرکې لیکلي دي چې د روسیي الوتکو په بمبارۍ کې لږترلږه ۳۶ ملکیان وژل شوي او هغه ځایونه بمبارد شوي چې هلته داعش او په القاعده پورې مربوط ډلې نه شته.

د سوریي ملي ایتلاف هغه اپوزسیون دی چې مشر یې په ترکیه کې دی او لویدیځ یې ملاتړ کوي.

خالد خوجه زیاتوي چې روسیي الوتکو هغه سیمې ویشتې دي چې خلک یې له یوه کال راهیسې دغه ځایونه له داعشه ساتي.

بل لورته رویټرز اژانس د یوه فرانسوي ډیپلومات په وینا خبر ورکوي چې روسیي الوتکو تر داعش اپوزسیون ډلې ډيرې په نښه کړې دي.

په لویدیځ کې یو شمېرسیاسي څیړونکو هم ویلي دي چې د حمص شاوخوا داعش نه شته.

د ملګروملتونو د امنیت شورا هغې غونډې ته چې مشري یې د روسیې په غاړه وه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبه په ورځ وویل چې مسکو دې ته چمتو دی چې د امریکا په مشرۍ له ایتلاف سره چې په سوریه کې د داعش پرځواکونو بمباري کوي په ارتباط کې وي، لاوروف بیا پر ګډو هڅې ټینګار وکړ:

((کله چې د داعش پرضد ګډ عملي پلان جوړوو، موږ کولای شو چې د دغې موسسې، ملګروملتونو چې د جګړې د کمیټې د مشري حیثیت لري، له امکاناتو ګټه واخلو.

په ځانګړي ډول هغه وخت چې کله د امنیت شورا د غړیو هېوادو پوځي څیړونکي دا غواړي چې په سیمه کې د ترورستي ډلو پرضد ګډې هڅې وشي.))

روسي الوتکو وروسته تردې په سوریه کې بمباري وکړه چې د دغه هېواد د مشرانو جرګې اکثریت ولسمشر ولادیمیرپوتین ته واک ورکړ چې په سوریه کې له قویې استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG