د روسيې ولسمشر وايي، سوريې ته به خپل سرتیري ونه لیږي خو په دغه هېواد کې د داعش پرضد د مبارزې لپاره د نړېوال ائتلاف په هوايي عملیاتوکې شاملیدو ته چمتو دی.
ولادیمرپوتین دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره ترکتنې وروسته وکړې.
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې له خپل امریکايي سیال سره ترکتنې وروسته د روسيې ولسمشر یوځل بیا د سوريې له حکومت او جمهور رئیس څخه د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
ولادمیرپوتین په نیویارک کې له ولسمشرباراک اوباما سره یو نیمه ساعت خبرې وکړي.
د روسيې ولسمشر وویل، سوريې ته د روسيي د مځکنیو ځواکونو استول مطرح نه دي خو هېواد يې چمتو چې په سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پر ضد هوايې بریدونو کې ونډه واخلي.
ولادمیر پوتین وویل، د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوايې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې او د دې ډلې پرضد مځکني عملیات باید د سوريې د حکومت په مشرۍ پر مخ لاړ شي.
که څه هم چې ولادمیرپویتن له بارک اوباما سره په خبرو کې د سوريې د شخړې پر سوله ائیز حل موافقه وکړه خو دا يې هم وویل چې له واکه د بشار اسد د لیرې کیدو مساله د سوريې په خلکو پورې تړوا لري او دا پریکړه باید بهرني مشران ونه کړي.
نوموړي په دې لړکې د بارک اوباما او د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا اولانډ نومونه یاد کړل.
یوه لوړ رتبه امریکايي مقام ویلي، که چیرته روسیه په دې هدف په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخوي چې د داعش پرضد مبارزه غښتلي کړي نو په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته خو د دغه امریکايي چارواکي په وینا که د مسکو هدف د سوريې د ولس پر وړاندې د بشار اسد ملاتړ وي نو بیا ستونزه ده.
د روسيې او امریکا ولسمشرانو دغه راز موافقه وکړه چې د داعش پرضد مبارزه کې د همغږۍ په هدف به د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي په خپلو کې غونډه وکړي.