د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

د مېنا تر پېښې وروسته د ایران او عربستان اړیکې لا ترینګلې شوي


هغې مرګونې پېښه چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ په مکه کې رامنځ ته شوه اوس یې سیاسي بڼه خپله کړې او د ایران او سعودي عربستان چارواکي په کې یو بل ملامتوي.

ایران ادعا کوي چې سعودي عربستان د حج په مراسمو کې غیر مسوولانه چلن کړی دی او زیارت کونکو لپاره یې لازم امنیت او تدابیر نه وو نیولي.

سعودي عربستان بیا دا ادعا رودي او وايي؛ درې سوو ایراني زیارت کوونکو له نافذه قوانینو سرغړاوی کړی او د خپل مقصد په مخالف لورې یې حرکت کړی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي؛ دا د سعودي عربستان د چارواکو د غفلت نتیجه وه او باید له ټولو مسلمانانو بښنه وغواړي.

په تهران کې د سعودي عربستان له سفیر سره هم جدي تماس نیول شوی؛ څو په دې اړه ځواب ووايي.

د منځني خیتځ د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز رییس انور ایشکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ د حج په مراسمو کې وروستۍ پېښې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې چې له پخوا خرابې وې؛ نورې هم کړکیچنې کړي دي:

((یو شمېر قدرتونو غوښتل چې له دې پېښې څخه په استفادې د حج سږني مراسم بدنام کړي؛ څو خپل هدف ته ورسیږي. ایران له مودو راهیسې په دې هڅه کې دی چې پر ټولو اسلامي؛ عربي او د منځني ختیځ پر هېوادونو کنټرول ولري. خو ستونزمنه ده چې دا ډول یو کنټرول ومنل شي؛ ځکه د ایران نفوذ محدود دی.))

د دې څیړونکې په وینا، که چېرې ایران له دې پېښې د سیاسي فشار په توګه د ګټې اخیستو هڅه وکړي او پر ریاض زور راوړي چې په ځانګړې توګه په یمن کې بریدونه بند کړي؛ ښايي عربستان له ایران سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر خالد االفلاح ویلي وو چې د لوی اختر په لومړي ورځ د حج په مراسمو کې د رامنځ ته شوې پېښې په اړه څیړنې روانې دي او نتیجه به یې زر خپره شي:

((امنیتي ادارې دا مهال د دې پېشې په اړه څیړنې کوي او متخصص ډاکټران خپل کار ته ادامه ورکوي؛ څو د پېښې علت پیدا کړي. د عامې روغتیا د ابتدايي معلوماتو پر بنسټ د ګڼې ګوڼې او تر پښو لاندې د کېدو په پښه کې څوک ملامته نه دي.))

تر اوسه پورې په دې پېښه کې د ۷۶۹ کسانو مړینه تایید شوې ده چې یو سلو څلوردېرش تنه یې ایراني وګړي وو.

د ایران لوی څارنوال ابراهیم رییسي له دې مخکې په مېنا کې د پنجشنبې د ورځې پېښه د سعودي عربستان له خوا یو جنایت بللی و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وايي؛ ایراني چارواکو له دې پښې سره سیاسي چلن کړی او غواړي له دې سیاسي ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG