د یمن صدراعظم خالد بحاح د یمن جنوبي ښارعدن ته ستون شو او ژمنه یې وکړه چې د یمن د بیا رغاونې لپاره به کار وکړي.
خالد بحاح په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د ده حکومت به په ټول ځواک په یمن کې د امنیت او ثبات لپاره هڅې وکړي.
خالد بحاح زیاتوي چې د جګړې له امله د بې ځایه شویو لپاره به کوښښ وکړي څو بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي او عادي ژوند پیل کړي.
د مارچ په میاشت کې چې ایران پلوه حوثي یاغیانو عدن ونیو د یمن ولسمشرعبدربه منصورهادي، صدراعظم بحاح او د هغه د حکومت وزیرانو ګاونډي سعودي ته پناه یووړه او د سعودي عربستان په مشرۍ یوه ایتلاف پرحوثیانو هوایي بریدونه پیل کړل.
د چهارشنبې په ورځ چې بحاح عدن ته ستنیده له ده سره د کورنیوچارو، مخابراتو، پلان او ټولنیزو چارو وزیران ملګري وو.
د دوی له رسیدوسره سم وسله والو چې باورکیږي له القاعده سره اړیکې لري په عدن کې یوې کلیسا ته اور واچاوه. په دې پیښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
د سنت جوزیف کلیسا تاریخي ارزښت درلود، دا کلیسا په ۱۸۵۲ کال کې ودانه شوې وه.
پردې کلیسا د برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د جولای په میاشت کې عدن له حوثیانو او د هغوی له ملاتړیو ونیو او بیا ورو ورو حکومتي ځواکونو د عدن شاوخوا سیمې تصفیه کړې.
حوثي یاغیانو لاهم د یمن په شمال کې لویه برخه لاندې کړې ده او مرکز صنعا هم له دوی سره دی.
د امریکا متحد ایالتونو د چهارشنبه په ورځ له یمن سره د نهه اتیا میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل، یمن هغه هېواد دی چې له کلونو راهیسې بې ثباته و او خلک یې بې وزله وو، خو د شخړو له زیاتیدو سره د دغه هېواد اتیا فیصده خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړشوي دي.