د سپتمبر په ١٢، ١٣ او ١٤مه په کوټه کې د پښتو درې ورځنى نړيوال سېمينار شوى چې په کې د لرو برو پښتنو تعليمي، ادبي، سياسي او ژبنۍ ستونزې څېړل شوي دي.
په دې سېمينارکې د افغانستان په شمول له پښتونخوا او د نړۍ له نورو هېوادونو هم ليکوال او پوهان وربلل شوي وو.
په سېمينار کې پرېکړه شوې چې د سپتمبر٢٣مه نېټه به هرکال د پښتنو د کلتور ورځ وي او په ټوله نړۍ کې به لمانځل کېږي. نور تفصيل له کوټې زموږ د همکاربارکوال مياخېل په رپوټ کې اورو: