امريکا وايي چې د سوريې ولسمشر د داعش پر وړاندې په جګړه کې هيڅ رول نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د سوريې ولسمشر يوه روسي تلويزيون ته ويلي چې د هېواد پوځ يې د داعش پر وړاندې يوازينی قدرت دی.
تردې څو ساعته مخکې د روسيې ولسمشرله نړېوالو غوښتنه کړې وه چې د داعش پر وړاندې په جګړه کې د سوريې له حکومت سره په ايتلاف کې يوځای شي.
واشنګټن روسيې ته خبرداری ورکړی چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد له اسلامي دولت سخت درځې ډلې سره په جګړه کې هيڅ رول نه لري.
دا له هغه وروسته چې کريملېن د نويو هڅو لړۍ پيل کړه ترڅوله جګړې سره مخامخ د سوريې ولسمشرد پخوا په څېربيرته خپل عادي قدرت ولري.
د امريکا د بهرنیو چارو وزيرجان کري خپل روسي سيال سرګي لاوروف ته پرون پر تليفون وويل چې امريکا د سوريې د ولسمشر په اړه خپل دريځ نه دی بدل کړی چې دغه ولسمشربايد له خپلې دندې لېرې شي ترڅو نورسياسي ګوندونه د سوريې څلورکلنۍ کورنۍ جګړې ته د پای ټکی ايښودو په مقصد خپله ونډه ولري.
د کري دا غوښتنې څو ساعته وروسته له هغه راځي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين وويل چې روسيه غواړي اسد ته نظامي ملاتړ جاري وساتي او د نورې نړۍ مشرانو ته يې بلنه ورکړه چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پرضد په جګړه کې د اسد له حکومت سره د ايتلاف ملګري شي.
په همدې حال کې، د روسيې خبري اژانس د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره يوه مرکه خپره کړه چې په کې اسد پرلويديځ او د سوريې د ياغيانو پر ډلو ږغ کړی چې داعش ته د ماتې ورکولو په مقصد باید يو ځای کار سره وکړي.اسد پرون په دغه تلويزيوني مرکه کې وويل:
((د سوريې او امریکا د حکومتونو ترمنځ هيڅ همکاري او هيڅ اړيکې نشته او نه هم د سوريې د پوځ او د امریکا د پوځ ترمنځ. دا ځکه چې دوی ټول مني چې په حقيقت کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندې يوازينی قدرت موږ یو. د دوی په فکرکه دوی د سوريې له پوځ سره همکاري وکړي، دا به د سوريې د پوځ د اغېزمنتيا منلو په مانا وي. دا له بده مرغه د امریکا د ادارې قصدي ړوندوالی دی.))
ملګروملتونو ته د روسيې استازي ويتالي چورکين له سي بي ايس تلويزيون سره په مرکه کې ټينګار وکړچې امریکا نه غواړي د اسد حکومت ړنګ شي. ده دا خبره پردې سربېره کړې چې امریکا غوښتنه کوي چې د سوريې ولسمشربشارالاسد بايد له خپلې دندې ګوښه شي.