د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د افغانستان نامتو ژورنالیست جان اقاالکوزی په حق ورسېد



جان آقا الکوزی له تېرو څه باندې دیارلسو کلونو راهیسې په آزادۍ راډیو او له هغه مخکې کلونه د هېواد په ملي راډیو او ټلویزیون کې د یوه فعال مسلکي ژورنالیست په توګه کار وکړ.


جان آقاالکوزی په ۱۳۳۶هـ. ل کال کې د ننګرهارولایت په ردواتو ولسوالۍ کې وزېږېد. د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون له انجنیري پوهنځي څخه فارغ شو خو له ژورنالیزم سره د مینې له کبله په همدې مسلک کې ترپایه پاتې شو.


الکوزي په ۱۳۸۱ کال کې د آزادې اروپاـ آزادۍ راډیو د افغانستان په څانګه کې په کار پیل وکړ او ترپایه په همدې راډیو کې په کار بوخت و.


نژدې یوه میاشت مخکې مرحوم الکوزی د سرطان د ناروغۍ له کبله د چک جمهوریت د مرکز پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او نن د وږي په ۲۴مه په حق ورسېد.


د آزادۍ راډیو مرستیال مشر او سرپرست نیناد پېیج Nenad Pejic او د افغانستان د څانګې مشر هاشم مومند د الکوزي مړینه د افغان خبریالانو د کورنۍ لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

XS
SM
MD
LG