د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

په کوټه کې د پښتو درې ورځنى نړيوال سېمينار پيل شو


نن په کوټه کې د پښتو درې ورځنى نړيوال سېمينار پيل شو چې سرليک يې دى "پښتو ژبه او جهانيت: ستونزې او امکانات".

دې سېمينار ته له افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم پښتانه ليکوال ورغلي دي او درې ورځې به پښتو او پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو علمي خبرې او مقالې اوروي. د سېمينار په لومړۍ ورځ په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پښتنو پر تعليمي ستونزو خبرې شوې دي.

له نهو کلونو وروسته کوټه ښار يو ځل بيا د نړېوال پښتو سېمينار کوربه دى؛ دغه سېمينار د کوټې پښتو اکاډمۍ له خوا جوړ شوى چې د شنبې په ورځ د ښار په لوى سرينا هوټل کې پيل شو.

دغه سېمينار ته له کراچۍ، پښتونخوا، افغانستان، کاناډا، جرمني او د کوټې له شاوخوا سيمو پوهان، سياستوال، ليکوال او شاعران را بلل شوي دي. د سېمينار په لومړۍ ورځ په اکثرو مقالو او ويناوو کې په لر او بر کې د پښتنو پر تعليمي ستونزو او د حل پر لارو چارو يې خبرې وشوې.

د سېمينار د پرانيستونکې غونډې مشر د بلوچستان والي يا ګورنر محمدخان اڅکزي کوله او د پيلامې په توګه يې د سېمينار برخوالو ته خپله ليکلې مقاله واوروله چې په کې يې د پښتو ژبې پر سوچه کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل؛ په پاکستان کې بايد پښتنو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړه ورکړل شي. ښاغلي محمدخان اڅکزي د سېمينار موضوع جهانيت يا ګلوبلايزېشن ته په پام سره وويل:

((جهانيت که يوې خواته له ځانه سره ډېرې ګټميرې یا ګټې او نورې څانګې راوړي؛ نو بلې خواته ډېرې ماتې ګوډې هم پېښوي او په زياته بيا و ژبې ته، جهانيت يو روان عمل دى؛ تاريخ شاهد دى چې په تېرو زرو کالو کې د جهانيت څو- څو څپې راغلې دي چې د کمزورو او ناوسو د ژوند ژواک ډېر څه يې لکه خاشاک په باد وړي دي؛ د پاته خلکو پاته ژبې يې هم ژوبلې کړې دي او هم يې له منځه وړې دي؛ همدغه له پښتو سره هم سوي دي.))

نوميالي شاعر او ليکوال دروېش دراني د (پښتو او د بلوچستان ښوونيز نظام) تر سرليک لاندې مقاله واوروله او په دې ايالت کې يې په مورنيو ژبو د زدکړې په بهير کې ستونزو ته کتنه وکړه. ښاغلي دروېش دراني وويل، پښتنو ماشومانو ته که په پاکستان کې په لومړيو ټولګيو کې په خپله مورنۍ ژبه زدکړې ورکړل شي؛ دوى به له خپلې ژبې نه پردي کېږي:

((د هر ماشوم دا يو منل شوى حق دى چې ابتدايي زدکړې يې په مورنۍ ژبه وي؛ خو دا کومه پرېکړه چې د بلوچستان صوبايي پارلمان له خوا راغله؛ هغه هر څو که له ماشومانو سره مرسته نه شي کولاى؛ خو د ژبې د ودې لپاره بيا هم بې ګټې نه ده؛ په ښوونيز نظام کې د يو مضمون په توګه د پښتو ځايېدل به لږ تر لږه دا ګټه خو ولري چې هر پښتون به بيا خپله دغه مورنۍ ژبه ليکلاى او لوستلاى شي.))

له کابله راغلي د کابل پوهنتون استاد ليکوال او څېړونکي لال پاچا ازمون په افغانستان کې د پوهنې پر تاريخي بهير روڼا واچوله او د بېلابېلو حکومتونو په مهال يې په افغانستان کې تعليمي بهير ته پر ور پېښو ستونزو خبرې وکړې او په لرو برو پښتني سيمو کې يې د تعليم او سولې په اړه څو وړانديزونه ورکړل:

((پښتني سيمې د جنګ له بلا ژغورل او په کې د امن جنډه رپول؛ د يو منظم، منسجم او پر علمي معيارونو برابر تعليمي نصاب را منځته کول؛ د پښتنو په سيمو کې د ښوونځيو او پوهنځيو دروازې پرانيستل او په عصري سيسټم جوړول؛ دولتونه بايد د متوازن معارف په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

پښتانه بايد له هغو کلتوري محدوديتونو او ناوړه دودونو لاسونه واخلي چې د تعليم پر وړاندې ستونزې را منځته کوي؛ د ښوونځيو سوځولو پر وړاندې دي د دولتونو، ولسونو او مدني ټولنو له لارې پراخ پروګرامونه جوړ او عملي شي.))

ډاکټر زرغونې ريښتين زېور هم له کابله په دې نړېوال سېمينار کې ګډون کړى دى. دې په خپله مقاله کې وويل چې که د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان يا يونيسکو له تعريف سره سم پښتو ژبه د روغو او فعالو ژبو په کتار کې درول غواړو؛ نو بايد له هره پلوه علمي خدمت ورته وکړو:

((يونيسکو سازمان ژبې په دوه ډوله وېشي؛ روغې يانې فعالې او ناروغې يانې غيرفعالې ژبې؛ کومې ژبې چې د وخت په تېرېدو پرمختګ کوي او د خلکو په منځ کې د اهميت وړ وي؛ سياسي، اقتصادي او ټولنيز سيادت يې ورپه برخه وي روغې ژبې ګڼل کېږي؛ د دې لپاره چې پښتو ژبه د روغو ژبو په کتار کې وساتو؛ زموږ مسووليت دى چې د ژبې لپاره کار وکړو؛ څو د پښتنې ټولنې ستونزې په تعليمي، تربيوي، اقتصادي، سياسي او اجتماعي برخه کې له منځه ولاړې شي.))

دغه سېمينار به نن د يکشنبې او دوشنبې په ورځو هم دوام ولري چې ورته راغلي پوهان او ليکوال به په کې خپلې علمي مقالې لولي؛ ويناوې به په کې کوي او د سېمينار په پاى کې به يو قرارداد وړاندې کېږي چې د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان له حکومتونو به پښتنو ته د ور پېښو بېلابېلو ستونزو د هوارولو غوښتنې پکې کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دا په کوټه کې د پښتو څلورم او په مجموع کې لسم نړيوال سېمينار دى، تر دې مخکې په پېښور او کابل کې هم په تېرو کلونو کې د پښتو نړيوال سېمينارنه شوي دي، چې د ننني سېمينار غوندې د پښتو ژبې ادبي، علمي، د ښوونې او روزنې ستونزې پکې څېړل شوې دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG