د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۰

امریکا: ښايي عراق او سوریه په څو برخو وویشل شي


د امریکا د استخباراتي ادارو مشران اټکل کوي چې عراق او سوریه ښايي د دولتونو په بڼه پاتي نه شي او دا امکان شته چې دواړه هیوادونه په څو برخو وویشل شي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیورډ وايي؛ دی باور لري چې عراق به په درېیو برخو سني، شیعه او کرد سیمو وویشل شي.

جنرال سټیورډ په واشنګټن کې یوه کانفرانس ته وویل؛ د سوريې په اړه هم دی ورته اټکل کوي چې دا هېواد هم ښايي په دوو او یا درېیو برخو وویشل شي.

د امریکا دغه استخباراتي مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د عراق د کردستان خپلواکې سیمې مشر په دې وروستیو کې ویلي چې عراق ښايي د یوه متمرکز دولت په توګه پاتې نه شي.

مسعود برزاني له "سي. اېن. اېن" ټلویزون سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي؛ کردانو ته په کار نه ده چې مرکزي حکومت ته هغه سیمې وسپاري چې له سخت دریځو څخه د نیولو لپاره يې کردانو قربانۍ ورکړي دي.

مسعود برزاني ویلي، عراق د ماتېدو په حال کې دی، د ده په خبره، د بغداد مرکزي حکومت پر هېڅ شي کنټرول نه لري او د پوځ او پولیسو په ګډون هر څه په ماتېدو دي.

نوموړي ویلي، اوس وخت رسیدلی دی چې د کردستان خلک د خپل راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر وايي؛ متحده ایالات د عراق او سوريې د تجزيې غوښتونکي نه دي؛ خو د وینسینټ سیټورډ په خبره؛ دا احتمال چې دا دواړه هېوادونه په څو برخو تقسیم شي؛ مخ په زیاتېدو دی.

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو یا سي. ای. اې مشر جان بیرنن هم د د دفاعي استخباراتو د مشر د اټکل پخلی کړی او ویلي دي چې د عراق او سوريې پولې لا پر ځای دي؛ خو دا سرحدونه د حکومتونو له لاسه وتلي او د داعش تر کنټرول لاندې راغلي دي.

د سي. ای. اې مشر وايي؛ د عراق او سوريې خلک اوس ځانونو ته د یوه ملت هویت نه ورکوي؛ بلکې ځانونه د خپلو قومونو او مذهبي فرقو په توګه معرفي کوي.

جان برینن ویلي دی، په دې باور دی چې منځني ختیځ به په راتلونکې یوې او یا دوو لسیزو کې په اوسني حالت او بڼې سره پاتي نه شي.

XS
SM
MD
LG